ژبه

امريکا: پاکستان دې د ترهګرو د مالي تمويل سرچينې وچې کړي

جاويد هميم کاکړ

۹ کب ۱۳۹۶ - ۰۹:۵۹

Views: ۵۵

کابل (پژواک، ٩ کب ٩٦): امريکا يو ځل بيا له پاکستانه وغوښتل چې باید د ترهګرو د مالي تمویل د منابعو په وچولو کې عملي ګامونه واخلي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي سلاکار مرستياله او د ملي امنیت په شورا کې د سوېلي اسیا برخې مسووله لیزا کورتیس پاکستان ته تر سفر وروسته په اسلام اباد کې د امريکا د سفارت له خوا خپره شوې ده.

مېرمن کورټیس ويلي چې د سوېلي اسيا لپاره اعلان شوې نوې تګلاره په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګېدو، هېواد ته د افغان کډوالو د ابرومندانه ستنېدو، د داعش او نورو ترهګرو ډلو د ماتولو لپاره د ګډ کار کولو زمینه برابروي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې مېرمن کورټیس له پاکستاني چارواکو سره په کتنه کې یو ځل بیا د امریکا دغه غوښتنه تکرار کړه چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د حقاني شبکې او نورو سخت دریځو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.

سرچينې ويلي، نوموړې پر پاکستان دا ټینګار هم وکړ چې د پیسو پاکولو پر ضد د مبارزې په قوانینو کې نیمګړتیاوې هم ختمې کړې.

لیزا کورټیس اسلام اباد ته د سفر پر مهال ويلي چې پاکستان باید د ترهګرو د مالي تمویل د منابعو په وچولو کې عملي ګامونه واخلي.

پاکستان ادعا کوي چې د هېواد په مالي او بانکي نظام کې یې یو لړ اصلاحات راوستلي او یو شمېر افراطي ډلې یې له مرستو راټولولو منع کړي دي.

خو کارپوهان وایي چې سخت دریځې ډلې اوس هم د پاکستان دننه د تبلیغ او د اعانو په راټولولو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده، تېره اوونۍ په فرانسې کې د يوې نړيوالې ادارې په کلنۍ غونډه کې امريکا وړانديز وکړ چې پاکستان د ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ کوونکو په څار لېست کې راوړل شي، خو دغه کار ونه شو او پاکستان ته درې مياشتې نور وخت ورکړل شو. 

login or register a new account.