ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې پر کروندګرو د پستې  ونو د وېش لړۍ پيل شوه

هلمند کې پر کروندګرو د پستې ونو د وېش لړۍ پيل شوه

author avatar
4 Mar 2018 - 16:27
هلمند کې پر کروندګرو د پستې  ونو د وېش لړۍ پيل شوه
author avatar
4 Mar 2018 - 16:27

لښکرګاه (پژواک،١٣کب٩٦): په هلمند کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره پر کروندګرو د پستې ونو د وېشلو لړۍ پيل شوه.

د هلمند والي حيات الله حيات د کب په ١٣مه په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل چې د لومړي ځل لپاره د کوکنارو کښت د مخنيوي لپاره په لښکرګاه، ګرشک، نادعلي او ناوې ولسواليو کې د پنځوسو باغونو لپاره د پستې ونو ورکولو لړۍ پيل شوه.

ده زياته کړه، د دې باغونو کروندګرو ته د پستو ونو د ساتنې او پالنې په موخه د څو بهرنيو موسسو او کرنې رياست له لوري مسلکي زده کړې هم ورکول شوې دي.

د هلمند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس سيد احمد ورور وويل چې د دې ولايت په زرګونه هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي چې يواځې پنځوس باغونه يې بديل نه شي کېداى.

خو د ده په وينا، د پستو د باغونو لړۍ به نورو سيمو ته هم وغځول شي، ځکه د حاصلاتو له پلوه د پستو ونو په دې ولايت کې ښه نتيجه هم ورکړې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په هلمند، کندهار او اروزګان کې د پستو ونو د ايښودلو لپاره درې ميليونه امريکايي ډالره ځانګړي شوي دي.

د لښکرګاه ښار د کاريز سيمې يوه کروندګر علي ګوهر پژواک ته وويل چې د پستو ونو د پالنې په اړه دوى ته زده کړې ورکړل شوې دي.

د ده د معلوماتو له مخې، هر کروندګر ته د يو جريب ځمکې لپاره د پستې ٦٦ ونې ورکول شوې دي.

د لښکرګاه ښار د بولان سيمې يوه بل کروندګر محمد لعل پژواک ته وويل چې په خپل شخصي لګښت يې د پستو باغ جوړ کړى دى.

هغه زياتوي: ((اووه کاله وړاندې له ايران څخه راغلم، په دې برخه کې مې پوره تجربه درلوده، په نيم جريب باغ کې مې اووه سوه د پستې ونې کېنولې، درې کاله کېږي چې حاصل ورکوي.))

خو دى وايي، په دغه موده کې نه حکومت ورسره مرسته کړې او نه يې هم دى د دې کار له امله هڅولى دى.

هلمند د افغانستان له ناامنو  ولايتونو څخه دى چې په ډېرو کرنيزو ځمکو کې يې کوکنار کرل کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.