سرپل (پژواک، ١٥ کب ٩٦): د سرپل ولايت د کرنې رياست د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې ٥٦٠ تنو ته په اته سوه جريبه ځمکه کې د باغونو جوړولو په موخه د اويا زره مېوه لرونکو نيالګيو د وېش لړۍ پيل کړه.
د سرپل د کرنې رياست د بڼوالۍ امر ډاکتر کنشکا حميدي وويل چې د دغو نيالګيو ټوليز ارزښت څلور ميليون افغانۍ کېږي چې پنځوس سلنه يې د رياست او پاتې يې د خلکو له لوري ورکول کېږي.
نوموړي د ولايت په مرکز کې د يادو نيالګيو د وېش پر مهال وويل چې د نيالګيو له وېش يې موخه دا ده چې د افغانستان د مېوې محصولات زيات شي او د خلکو اقتصاد وده وکړي.
هغه زياته کړه چې د نيالګيو د وېش بهير په څو ورځو کې د دغه ولايت مرکز او ولسواليو کې بشپړېږي.
د نيالګيو ترلاسه کوونکو د دولت د دغه اقدام ستاينه وکړه.
د دغه ولايت د ګوسفندي ولسوالۍ اوسېدونکي فيض محمد پژواک ته وويل چې په کم لګښت سره د نيالګيو وېش له بڼوالو سره ستره مرسته ده.
د صياد ولسوالۍ اوسېدونکي محمد رسول هم ورته نظر درلود او زياته يې کړه چې حکومت د دې تر څنګ خلکو ته د بڼوالۍ په برخه کې هم لارښوونه کوي.
د سرپل د کرنې رياست څه موده وړاندې اعلان کړى و چې له خلکو سره ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کې پر اووه زره جريبه ځمکه کې د بڼ جوړولو په چاره کې مرسته کړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن