ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزارشریف کې د راتلونکي نوروز جشن لپاره تر ډېره کلتوري نندارې وړاندې کېږي

په مزارشریف کې د راتلونکي نوروز جشن لپاره تر ډېره کلتوري نندارې وړاندې کېږي

author avatar
14 Mar 2018 - 14:43
په مزارشریف کې د راتلونکي نوروز جشن لپاره تر ډېره کلتوري نندارې وړاندې کېږي
author avatar
14 Mar 2018 - 14:43

مزارشريف (پژواک، ۲٣ کب ۹۶): په بلخ کې نوروز جشن ته د چمتووالي کمېسيون د فرهنګي کمېټې مسوولين وايي چې سږ کال به هم د تېرو کلونو په څېر په جشن کې د فعاليتونو ډېره برخه په فرهنګي اړخونو راڅرخي.

بلخوا د مزارشريف اوسېدونکي هم وايي چې د نوروز جشن ته لکه اختر داسې چمتووالی نيسي.

هر کال د وري په لومړۍ نېټه د سيمې په کچه د افغانستان په شمالي ولايت بلخ کې نوروز جشن نمانځل کېږي.

د دغه جشن پيل په مزارشريف ښار کې د حضرت علي کرم الله وجهه پر روضه د جنډې له پورته کېدو کېږي چې د ملي سرود په غږولو او د توپونو په ډزو د زرګونو کسانو پر وړاندې درول کېږي.

دغه جشن ته هر کال د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو د زرګونو کسانو پر راتګ سربېره، له بهره هم خلک راځي.

دغه جشن ته د کب له لومړۍ نېټې په هر اړخيز ډول د يو کمېسيون له خوا چمتووالی نيول کېږي چې د فرهنګي کمېټې مسووليت يې د بلخ ولايت د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمد خليق پر مخ وړي.

نوموړي د کب په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جشن د فرهنګي اړخ چمتووالی په بشپړېدو دی.

د هغه په وينا، سږنی جشن به هم د تېرو کلونو په څېر پر فرهنګي فعاليتونو ډېر څرخي؛ خو خليق سږ کال د نوو فرهنګي فعاليتونو يادونه هم وکړه.

صالح محمد خليق وويل چې سږ به هم د تېرو کلونو په څېر بېلابېل فرهنګي، ادبي او هنري  پروګرامونه وړاندې کړای شي.

ده زياته كړه، چې د كب له ۲۹ مې، به د بلخ پوهنتون په تالار او نورو بېلابېلو ځايونو كې په وړيا توګه د جشن ګډونوال د بېلابېلو سندرغاړو له سندرو خوند واخلي.

د هغه په وينا، په دغو پروګرامونو كې د هېواد د ځينو ولايتونو پر سندرغاړو سربېره ځينو بهرنيو سندرغاړو ته هم بلنه ورکول کېږي.

خليق زياته کړه چې د ځينو فرهنګي او ادبي ناستو تر څنګ نندارتونونه هم په پام كې لري چې د هېواد بېلابېل اديبان، شاعران او انځورګران به په كې ونډه اخلي او خپل هنري اثار به وړاندې كوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.