منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۲ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

جماعت الدعوة تنظيم : علمادې له ممبر څخه د سولې غږ پورته کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۰ کتنې

اسعداباد(پژواک،٢٥کب ٩٦): په کونړ کې جماعت الدعوه تنظيم د يوې غونډې په ترڅ کې له علماوو وغوښتل چې له ممبر څخه دې د سولې غږ پورته کړي .

دغه غونډه چې په کونړ ولايت کې د کب په ٢٥مه جوړه شوې وه، په دې ولايت کې د ياد تنظيم د ټولو ولسواليو استازو ، علماوو او قومي مخورو ګډون کړى و.

غونډې ته د ياد تنظيم مشر حاجي روح الله وکيل وويل چې علما دې له هر ممبره د سولې اواز پورته کړي ، جګړه د حل لار نه ده، که څوک له حکومت سره ستونزه لري د خبرو له لارې دې کړي .

هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې له حکومت څخه وغوښتل چې د کونړ ولايت د بيارغونې بهير ته دې پاملرنه وکړي .

روح الله وکيل دغه راز له حکومت څخه وغوښتل چې د نورو ګوندونو په څېر دېجماعت الدعوة تنظیم ته هم پام وکړي او له دوى سره دې توپيري چلند نه کوي .

ده وويل، حکومت دې هغه کسان مجازات کړي چې په حکومت کې په مهمو څوکيو ناست دي او افغانان د جګړې لپاره نورو هېوادونو ته لېږي او هلته وژل کېږي.

هغه زياته کړه چې دوى د افغانستان اساسي قانون ته احترام لري، خو حکومت ددوى د ګوند يو شمېر کسان بې ثبوته او د غلطو معلوماتو په اساس په کورنو کې نيسي، غوښتنه يې دا ده چې دغه ډول نيونې بندې شي او غلط راپور ورکوونکي کسان مجازات شي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست