ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نوروز په ورځو کې د مزار ښار سوداګري ښه کېږي

د نوروز په ورځو کې د مزار ښار سوداګري ښه کېږي

author avatar
18 Mar 2018 - 17:16
د نوروز په ورځو کې د مزار ښار سوداګري ښه کېږي
author avatar
18 Mar 2018 - 17:16

مزارشريف (پژواک، ۲۷ کب، ۹۶): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د نوروز جشن په درشل کې سوداګري ښه کېږي.

په دغه ښار کې د وړې او منځنۍ کچې سوداګر وايي، د نوي کال په درشل کې يې سوداګري د ټول کال په پرتله څو برابره ډېرېږي.

هر کال د وري په لومړۍ نېټه د سيمې په کچه د افغانستان په شمالي ولايت بلخ کې نوروز جشن نمانځل کېږي. د دغه جشن پيل په مزارشريف ښار کې د حضرت علي کرم الله وجهه پر روضه د جنډې له پورته کېدو کېږي، چې د ملي سرود په غږولو او د توپونو په ډزو د زرګونو کسانو پر وړاندې درول کېږي.

دغه جشن ته هر کال د افغانستان له بېلا بېلو ولايتونو د زرګونو کسانو پر راتګ سربېره له بهره هم خلک راځي.

د ښار هټۍ وال وايي، په دې شپو ورځو کې يې د کال د نورو ورځو په پرتله کاروبار ښه کېږي.

د روضې ختيځ لور ته د بنجاره پلورنځي هټۍ وال محمد طارق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مزارشريف ښار اوسېدونکي د جشن نمانځنې لپاره ځانګړي تدابير نيسي، چې له همدې امله يې د دوی پلور ډېرېږي.

د هغه په وينا، په نورو ورځو کې به يې يواځې عادي دوکانداري کېدله، خو له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې کاروباره څو برابره ډېر شوی دی.

په دغو شپو ورځو کې د هېواد له نورو ولايتونو هم خلک په ګاډيو کې د اړتيا وړ خوراکي توکو او زينتي اسبابو د پېرېدلو په موخه مزارشريف ښار ته مخه کوي.

محمد اسلم له خپلو درې نورو ملګرو سره له ننګرهار ولايت څخه راغلی او په لاس ګاډي باندې بېلا بېل څيزونه پلوري.

نوموړي پژواک ته وويل: ((ما د پليو او جوارو دانو د نينې کولو ګاډۍ درولې ده، يو ملګری مې د غاړې دسمالونه خرڅوي او يو بل راسره دی، عينکې پلوري.))

د هغه په خبره، دوی هر کال د خپلې سوداګرۍ لپاره د نوروز په شپو ورځو کې مزارشريف ښار ته راځي، له جشن تېرېدو وروسته يوه مياشت نوره هم تېروي او بيا بېرته خپلو سيمو ته ځي او په دې شپو ورځو کې له خپل کاروباره راضي وو.

په جشن کې د برخې اخيستو لپاره له بېلا بېلو ولايتونو زيات شمېر خلک د کب مياشتې له ۲۰مې مزارشريف ښار ته راځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.