Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عطامحمد نور د بلخ له خلکو سره خداى په امانى وکړه

مزارشريف (پژواک، د وري لومړۍ نېټه، ۹٧) د بلخ پخواني والي عطامحمد نور په مزارشريف کې د نوروز جشن د پيل په مراسمو کې په دې ولايت کې د خپل واليتبوب د تېرو څوارلسو کلونو د راپور په وړاندې کولو سره له خلکو سره خدای په اماني وکړه.

دغه مراسم په حضرت علي روضه کې د سخي جنډې په پورته کېدو پيل شول چې پکې د کابينې، ملي شورا او ولايتي غړو د بلخ پخوالي والي عطامحمد نور، سياسي شخصيتونو د ګاونډيو هېوادونو  استازو او عامو خلکو برخه اخيستې وه.

په يادو مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستيال محمد سرور دانش له وسله والو مخالفينو او ټولو هغه اړخونو، چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي، د افغان حکومت د سولې طرحې پر وړاندې د مثبت ځواب غوښتنه وکړه.

د ولسمشر لومړي مرستيال وويل، چې په افغانستان کې د روانو حالتو د کنټرولېدو لپاره همغږۍ او يووالي ته اړتيا ده.

نوموړي تېر کال د امنيت په برخه کې يو څه کړکېچن وباله؛ خو په دغه کال کې يې د ملي وحدت حکومت اقتصادي چارې، د سولې هڅې او بهرنۍ پاليسې بېسارې وګڼله.

هغه د کابل پروسې ته په اشارې سره وويل، چې افغان حکومت پکې نړيوالو او ټولو اړخونو ته د منلو وړ د سولې بشپړه طرحه وړاندې کړې ده.

دانش همداراز په اندونيزيا کې د سولې په تړاو د علماو ناستې او په ازبکستان کې د سولې کېدونکي کنفرانس ته هم اشارې وکړې، چې ښې پايلې به ولري.

نوموړي له همدې فرصتونو د ګټې اخيستنې په موخه وويل: ((افغان حکومت د سولې بشپړه طرحه وړاندې کړې ده، له وسله والو مخالفينو او له ټولو هغو اړخونو، چې د افغانستان جګړه کې ښکېل دي هيله کوو، چې مثبت ځواب ورکړي.))

 بل لورته په دې غونډه کې د بلخ مستعفي والی عطامحمد نور د خپلې ١٤کلنې کاري دورې راپور وړاندې کړ.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.