ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د هېواد د بزګرو جایدادونه باید خوندي شي

ولسمشر غني: د هېواد د بزګرو جایدادونه باید خوندي شي

author avatar
23 Mar 2018 - 11:04
ولسمشر غني: د هېواد د بزګرو جایدادونه باید خوندي شي
author avatar
23 Mar 2018 - 11:04

کابل (پژواک، ٣ورى ٩٧): ولسمشر غني وايي چې جلغوزي دې د پاکستان د بازار له انحصاره خلاص شي او که چېرې زعفرانو، جلغوزیو،بادامو او ځېرې ته بازارموندنه وشي، نو افغانستان به  په کلني ډول کابو دوه میلیارده ډالر عواید ولري.

ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې تېره ورځ د بزګر د جشن د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته  ماښام مهال  په ارک کې له یو شمېر بزګرو سره د ليدنې پرمهال  وکړې .

په دې کتنه کې چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې ترسره شوه، ولسمشر غني بزګرو، باغوانانو او د کرنې سکتور منسوبینو ته د نوي کال د مبارکۍ ترڅنګ وویل: د اسلام په مقدس دین کې کار عبادت دی او زه له تاسې څخه له دې امله چې زیاتو خلکو ته مو د کار زمینه برابره کړې ده مننه کوم.

هغه دغه راز په کابل کې د وري په لومړۍ ورځ د تروریستي پېښې په خاطر د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړه او ويې ویل، د پرون ورځ پېښه زموږ د سولې د پیغام پر وړاندې د خنډونو رامنځته کول دي، خو سولې ته د رسېدو لاره چې څومره سخته وي، نه یې پرېږدو.

جمهوررئیس د اوبو د مدیریت په اړه وویل، اوبه زموږ ابرو ده، موږ باید د هېواد اوبه مهار او  ټول خلک ورته په عادلانه ډول لاسرسی ولري.

 غني څرګنده کړه، د هېواد له ځمکو څخه زیاته ګټه نه ده اخېستل شوی، موږ برنامې لرو چې ټولو بزګرو ته د شرعي قبالو د وېش زمینه برابره کړو او باید د بزګرو جایدادونه خوندي شي.

محمداشرف غني  په بامیانو کې د کچالو پیداوار ته په اشارې وویل، د چپسو د تولید فابریکې د جوړېدو په حال کې دي او باید د بهرنیو چپسو د واردولو  مخنیوی وشي. هغه زیاته کړه: بزګرباید اصلاح شويو تخمونو ته لاسرسی ولري، ترڅو د کرنیزو تولیداتو کچه لوړه شي.

جمهوررئیس وویل: د زعفرانو تولیداتو په چین کې ښه بازار لر او باید د دې او نورو کرنیزو محصولاتو بازار موندنه زیاته شي. هغه زیاته کړه چې جلغوزي دې د پاکستان د بازار له انحصاره خلاص شي او که چېرې زعفرانو، جلغوزیو،بادامو او ځېرې ته بازارموندنه وشي، په کلني ډول به زموږ هېواد کابو دوه میلیارده ډالر عواید ولري.

جمهوررئیس د کرنې میکانیزه کېدو ته په اشارې وویل، بزګري باید په علم بدله شي او کرنیز وسایل باید  بدل او عصري شي او په دې برخه کې دې کرنې وزارت له بزګرو سره  ګډ کار وکړي.

هغه د بزګرو کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې په برخه کې وویل، باید بازارموندنه په درې محورونو- ملي بازار، سیمه ییز بازار، او بین المللي بازار استوار وي چې د ملي بازار په برخه کې کورنیو تولیداتو ته ۲۵ سلنه لومړیتوب ورکول شوی دی او د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په ګډون به ټولې دولتې ادارې له کورنیو تولیداتو څخه استفاده وکړي. 

جمهوررئیس کرنې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د کرنې ټولې اتحادیې دې تثبیت کړي او دا اتحادیې باید د مشخص مهر او لاسلیک لرونکي وي.

هغه پر دې په ټینګار چې کورنیو محصولاتو ته بازار موندنه زموږ دنده ده او د سیمه ییز بازار په اړه یې وویل، اوس سیمه ییز بازارونه د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر مخ پرانیستي دي او د ازبکستان د ترمذ په ښار کې د افغانستان د کرنیزو تولیداتو بسته بندي پراختیا مومي او ددې بسته بندۍ کیفیت باید معیاري شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.