ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ سياسي کړکېچ له امله سږنى نوروز کمرنګه و

د بلخ سياسي کړکېچ له امله سږنى نوروز کمرنګه و

author avatar
25 Mar 2018 - 18:41
د بلخ سياسي کړکېچ له امله سږنى نوروز کمرنګه و
author avatar
25 Mar 2018 - 18:41

مزارشريف (پژواک،٥ ورى ۹٧):د بلخ اوسېدونکي او ځينې مدني فعالان وايي چې سږنی نوروزي جشن د تېرو کلونو په پرتله د سياسي کړکېچونو له امله کمرنګه و.

خو د دغه ولايت دولتي چارواکي بيا وايي چې نه يواځې کمرنګه نه و، بلکې د تېرو کلونو په پرتله ښه ترسره شو.

د وري په لومړۍ نېټه د مزارشريف ښار په حضرت علي روضه کې د سخي جنډې په پورته کېدو سره د تېرو کلونو په څېر د نوروز جشن پيل شو.

هر کال د دغه جشن د نمانځنې لپاره د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو عام خلک مزارشريف ښار ته راځي او دغه راتګ د کب مياشتې له لومړيو پيلېږي.

خو سږکال د مزارشريف ښار د هوټلونو مسوولين وايي، کاروبار يې د تېرو کلونو په څېر ښه نه و. دوی يې لامل له نورو سيمو مزارشريف ښار ته د خلکو د راتګ کمرنګي بولي.

د روضې ختيځ لور ته د يوه هوټل مسوول محمد نادر پژواک ته وويل، د خپل کاروبار له مخې وايي چې سږني جشن ته د تېرو کلونو په پرتله کم خلک راغلي وو.

نوموړي زياته کړه: ((په تېرو کلونو کې به د حوت له پنځلسمې زموږ د هوټل خونې ټولې ډکې وې، د نويو مساپرو لپاره به مو ځای نه درلود، خو سږکال داسې نه و.))

د هغه په وينا، سږ کال يې د کب تر پايه هوټل کې ټولې خونې په يوه وخت ډکې نه شوې.

د ښار واړه کاروباريان هم وايي چې د تېرو کلونو په پرتله يې سږني جشن کې کاروبار ښه نه و.

محمد رفيق وايي چې له تېرو څو کلونو له کابله مزار ته راځي او دلته عينکې پلوري.

نوموړي وويل چې سږ کال د نوروز په شپو ورځو کې په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه وه.

رفيق وويل: ((دا نه شم ويلي چې څومره مې سودا کمه کړې، خلک کم و، نو سودا هم ښه نه ده شوې، نورو کلونو کې به داسې نه و، ښار کې به د ګرځېدو ځای نه و، نو موږ به هم خوشحاله وو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.