Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا سیستم چارې ټکنۍ روانې دي

کندهار (پژواک، ١٣ وری ۹۷): د کندهار د صنعتي پارک لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا سیستم د نصبولو چارې ټکنۍ روانې دي چې چارواکي او خلک ورڅخه خوښ نه دي.

د دې پروژې کار له درې کلن ځنډ او انتظار وروسته تېر کال د تلې په ۲مه پيل شوې وې او ټاکل شوې وه چې د لومړي فېز کارونه یې بشپړ شي خو چارواکي او خلک وايي تر اوسه یې د احاطې د دېوال او د ځمکې د هموارۍ کار هم پنځوس سلنه نه دی شوی.

د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د دغه پلانټ د نصب چارې د ۱۹ میلیونه ډالرو په لګښت تر سره کېږي چې ۱۰ میلیونه ډالر د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې او پاتې ۹ میلیونه ډالر د اړوندې کمپنۍ له خوا ورکول کېږي.

د دغه پلانټ لپاره د کندهار په دامان ولسوالۍ کې ۱۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

د پروژې د پيل پر مهال چارواکو ویلي وو چې د بشپړولو چارې به یې د روان زېږدیز کال د اګست تر میاشتې بشپړې شي.

د دې تر څنګ هغه مهال د افغانستان د برېښنا شرکت رییس انجنیر امان الله غالب ویلی و چې موږ اړ نه یوو له دغې پروژې د ګټې اخیستنې لپاره بشپړ کال انتظار وباسو، بلکې هر څلور میاشتې وروسته به دوه مېګاواټه برېښنا تولیدوي.

د کندهار د ولایتي شورا غړی سید احمد سیلاب چې د دغې پروژې کار له نژدې څاري پژواک خبري اژانس ته وویل، لکه څنګه چې ژمنه شوې وه د دې پروژې کارونه هغسې روان نه دي.

هغه زیاته کړه، د دې پروژې له پيله دا دی څو میاشتې تېرېږي خو تر اوسه د احاطې د دېوال او د ځمکې د هموارولو چارې هم پنځوس سلنه نه دي بشپړې شوي.

دی وايي، یو خو له لویه سره دغه پروژه درې کاله ځنډېدلې وه خو بیا چې یې چارې پیل شوې نو هم ټکني روان دي.

نوموړی وايي، دغه ستونزه یې په کابل کې د برېښنا له عمومي رییس سره هم شریکه کړې او هغوی دغه موضوع د خپلې راتلونکې اوونۍ د غونډې په اجنډا کې نیولې ده.

دی غوښتنه کوي چې د دغې پروژې ټکنۍ چارې دې ګړندۍ شي.

د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال فیض الحق مشکاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا کمښت نه یوازې د کندهار د اوسېدونکو لپاره بلکې د فابریکو د مسوولینو لپاره لویه ننګونه ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.