کندهار (پژواک، ١٣ وری ۹۷): د کندهار د صنعتي پارک لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا سیستم د نصبولو چارې ټکنۍ روانې دي چې چارواکي او خلک ورڅخه خوښ نه دي.
د دې پروژې کار له درې کلن ځنډ او انتظار وروسته تېر کال د تلې په ۲مه پيل شوې وې او ټاکل شوې وه چې د لومړي فېز کارونه یې بشپړ شي خو چارواکي او خلک وايي تر اوسه یې د احاطې د دېوال او د ځمکې د هموارۍ کار هم پنځوس سلنه نه دی شوی.
د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د دغه پلانټ د نصب چارې د ۱۹ میلیونه ډالرو په لګښت تر سره کېږي چې ۱۰ میلیونه ډالر د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې او پاتې ۹ میلیونه ډالر د اړوندې کمپنۍ له خوا ورکول کېږي.
د دغه پلانټ لپاره د کندهار په دامان ولسوالۍ کې ۱۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
د پروژې د پيل پر مهال چارواکو ویلي وو چې د بشپړولو چارې به یې د روان زېږدیز کال د اګست تر میاشتې بشپړې شي.
د دې تر څنګ هغه مهال د افغانستان د برېښنا شرکت رییس انجنیر امان الله غالب ویلی و چې موږ اړ نه یوو له دغې پروژې د ګټې اخیستنې لپاره بشپړ کال انتظار وباسو، بلکې هر څلور میاشتې وروسته به دوه مېګاواټه برېښنا تولیدوي.
د کندهار د ولایتي شورا غړی سید احمد سیلاب چې د دغې پروژې کار له نژدې څاري پژواک خبري اژانس ته وویل، لکه څنګه چې ژمنه شوې وه د دې پروژې کارونه هغسې روان نه دي.
هغه زیاته کړه، د دې پروژې له پيله دا دی څو میاشتې تېرېږي خو تر اوسه د احاطې د دېوال او د ځمکې د هموارولو چارې هم پنځوس سلنه نه دي بشپړې شوي.
دی وايي، یو خو له لویه سره دغه پروژه درې کاله ځنډېدلې وه خو بیا چې یې چارې پیل شوې نو هم ټکني روان دي.
نوموړی وايي، دغه ستونزه یې په کابل کې د برېښنا له عمومي رییس سره هم شریکه کړې او هغوی دغه موضوع د خپلې راتلونکې اوونۍ د غونډې په اجنډا کې نیولې ده.
دی غوښتنه کوي چې د دغې پروژې ټکنۍ چارې دې ګړندۍ شي.
د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال فیض الحق مشکاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا کمښت نه یوازې د کندهار د اوسېدونکو لپاره بلکې د فابریکو د مسوولینو لپاره لویه ننګونه ده.
نوموړی زیاتوي، له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک یوازې ۱۵۴ فابریکې نیمه فعالې دي خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې دي.
د ده په خبره، لسګونه نور پانګه وال همدې لمریزې برېښنا ته په تمه دي څو هغوی نوې فابریکې جوړې او فعالې کړي.
خو دی وايي لکه څنګه چې تمه وه د دې پروژې کارونه ګړندي نه دي او ډېر ورو روان دي.
دی هم غوښتنه کوي چې د دې پروژې چارې دې چټکې شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې کندهار مېشتو صنعتکارانو او د کندهار عامو اوسېدونکو د احتجاج په توګه غونډې او لاریونونه وکړل او له ولسمشره یې وغوښتل چې د دې ولایت د برېښنا وضعیت ته پاملرنه وکړي.
په کندهار کې له ٢٠٠ فابريکې شته چې په کې پنبه، غوړي، کنجاره، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور جوړېږي، چې شاو خوا ٥ زره تنه پکې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.
خو ډېرې دغه فابريکې د برېښنا د نشتوالي له امله تړلي او يا نيمه فعاليت لري چې پانګه وال يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د کندهار د برېښنا رییس امان الله فاروقي پژواک اژانس ته منله لکه څنګه چې ژمنه شوې وه تر دې مهاله باید د دغې پروژې د لومړي فېز کارونه بشپړ شوي وای، هغسې و نه شول.
ده وویل، په لومړني براورد کې د دغې پروژې د احاطې د دېوال لپاره خښتې په پام کې نیول شوې وې خو دا چې ځمکه ښرنه ده او بل د دې پروژې عمر ۲۵ کاله دی، خښتو هومره مقاومت نه درلود او دغه دېوال په ډبرین دېوال بدل شو چې دې کار وخت واخیست.
دغه راز ده یادونه وکړه چې د ځمکې نقشه له هوا څخه اخیستل شوې وه په داسې حال کې همواره کولو ته یې اړتیا لرله او اوس دغه چارې روانې دي.
خو ده وویل چې د دغو ستونزو له حل وروسته کارونه چټک شوي او ټاکل شوې ده چې لومړی فېز د چنګاښ تر میاشتې بشپړ شي.
فاروقي په کندهار کې د برېښنا د اوسني وضعیت په اړه هم معلومات ورکړل اوسمهال د کندهار صنعتي پارک ته د ۱۰ ساعتونو لپاره د اوونۍ شپږ ورځې ۸ مېګاوټه برېښنا ورکوي.
د ده په خبره، د دې تر څنګ له کجکي بند څخه کندهار ته ۲۰ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي چې پر ښاریانو په نوبتي توګه وېشل کېږي.
ټاکل شوې ده په کندهار کې د ۳۰ مېګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا بل پاور پلانټ هم نصب شي چې سروې یې بشپړه شوې او اوس یې تخنیکي چارې روانې دي.
د دې تر څنګ د برېښنا ریاست چارواکي خبر ورکوي چې له غزني تر کندهار د وارداتي برېښنا د پایو د نصبولو د استملاک چارې هم پيل شوې دي.
دغه راز ټاکل شوې د روان کال تر پایه د دهلې بند پروژه هم پیل شي چې یوه برخه یې د ۲۴ مېګاواټه برېښنا د تولید ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










