ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بښنې نړيوال سازمان په افغانستان کې د اعدام د کموالي هرکلى وکړ

د بښنې نړيوال سازمان په افغانستان کې د اعدام د کموالي هرکلى وکړ

author avatar
13 Apr 2018 - 12:48
د بښنې نړيوال سازمان په افغانستان کې د اعدام د کموالي هرکلى وکړ
author avatar
13 Apr 2018 - 12:48

کابل (پژواک، ۲۴ ورى ۹۷): د بښنې نړيوال سازمان وايي چې تېرکال په افغانستان کې پنځه کسان اعدام شوي او د افغان دولت د هغو هڅو هرکلى کوي چې د اعدام حکم د محدود کولو لپاره يې کوي . 

د بښنې نړيوال سازمان په ٢٠١٧کال کې د اعدام په اړه خپل کلنى راپور تېره ورځ خپور کړى او ويلي يې دي چې اعدام بايد بند شي .

په دغه راپور کې راغلي چې ١٤٢هېوادونو په خپلو قوانينو کې اعدام يا لغو کړى او يا يې هم درولى دى، خو د افغانستان په ګډون ٢٣نورو هېوادونو د اعدام کولو لړۍ ته دوام ورکړى .

 د بښنې نړيوال سازمان په راپور کې راغلي چې افغانستان په ٢٠١٧ميلادي کال کې پنځه تنه اعدام کړي او په ١١تنو د اعدام حکم شوى دى. دا په داسې حال کې ده چې په ٢٠١٦کال کې شپږ تنه په افغانستان کې اعدام شوي وو.

 ياد کسان د انسان تښتونې او قتل په جرم د پلچرخي په زندان کې اعدام شوي دي.

سرچينې ويلي چې په افغانستان کې ٦٠٠تنه نور د اعدام له حکم سره مخ دي .

د بښنې نړوال سازمان هيله ښودلې چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ١٣٩٦کال د کب په ١٣مه يو نوى کوډ تاييد کړى چې له مخې يې د اعدام حکم اجرا محدوده کيږي . 

دغه سازمان په افغانستان کې د يوناما د يوې سرچينې په قول ويلي چې د افغانستان حکومت هڅه کوي يا د اعدام شمېر ترټولو ټيټې کچې ته ورسوي او يا د اعدام حکم له منځه يوسي .

د بښنې د نړوال سازمان د معلوماتو په اساس، تېرکال ترتولو ډېر اعدامونه په چين هېواد کې ترسره شوي، له هغه وروسته ايران، سعودي، عراق او پاکستان هغه هېوادونه دي چې ډېر اعدامونه په کې شوي .  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.