ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د ازادې سيالۍ له لارې د تجارتي اتشو ټاکل پر روابطو د ضوابطو د بري لامل ګرځي

غني: د ازادې سيالۍ له لارې د تجارتي اتشو ټاکل پر روابطو د ضوابطو د بري لامل ګرځي

author avatar
21 Apr 2018 - 15:50
غني: د ازادې سيالۍ له لارې د تجارتي اتشو ټاکل پر روابطو د ضوابطو د بري لامل ګرځي
author avatar
21 Apr 2018 - 15:50

کابل(پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٧): ولسمشر غني وايي، هر څومره چې ضوابط پر روابطو حاکم شي، په همغه اندازه به ملي يو والى، د دولت او ملت تر منځ اعتماد،د خصوصي سکتور او ټولنې تر منځ باور ټينګ شي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې نن يې په کابل کې د تجارتي اتشو د پېژندنې، نوو تدارکاتي کارکوونکو او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون د نوې ودانۍ د پرانېستې مراسمو ته خبرې کولې، وويل:((موږ نن په افغانستان کې د يوه کلتوري بدلون شاهدان يوو، داسې يوه ورځ ده چې پر روابطو د ضوابطو بريا نمانځو.))

نوموړي د ازادې سيالۍ له لارې د تجارتي اتشو ټاکنه يوه ستره لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل چې پخوا د استخدام پروسه له ځوانو ظرفيتونو د استفادې خنډ وه، په هره اداره کې چې د استخدام پروسه مبهمه وي، هغه اداره د اصلاح وړ نه ده.

غني نوو تجارتي اتشو ته په خطاب کې وويل چې تاسې بايد د هېواد د سوداګرۍ د ودې په اړه  خپل ليدلوري، خنډونه او نيمګړتياوې په سم ډول تحليل او فرصتونه په مشخص ډول وسنجوئ.

غني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کېمسيون له رييس څخه وغوښتل چې په بهرنيو چارو وزارت کې دې هم د استخدام پروسه د ازادې سيالۍ له لارې عملي شي.

ولسمشر د خپلو خبرو په بله برخه کې وويل چې د يوه هېواد ثبات د صادراتو له کچې سره اړيکه لري او په هېواد کې د تلپاتې ثبات لپاره بايد د هېواد صادرات لوړ شي.

نوموړي زياته کړه:((هغه مملکت چې واردات يې د صادراتو ١٢ برابره وي. نو ثابت مملکت نه شى کېداى، پخوا د توليد په اړه فکر نه دى شوى، په داسې حال کې چې د افغانستان اتيا سلنه واردات د افغانستان په د ننه کې توليد کېدلى شي.))

 ولسمشر يو ځل بيا د افغانستان په صادراتو او وارداتو کې د بيلانس پر بدلون ټينګار وکړ او ويې ويل چې لومړى بايد صادرات او واردات سره برابر شي او وروسته دې د صادراتو کچه لوړه شي.

له بلې خوا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون رييس احمد نادر نادري په دې مراسمو کې وويل چې تجارتي اتشه د شايسته سالارۍ بېلګه ده او د لومړي ځل لپاره په کې ښځې هم شاملې شوې او تر ټولو لوړې نومرې هم يوې ښځې وړې دي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزير همايون رسا وويل چې نږدې زرو تنو فورمې اخيستې وې چې له دې ډلې يې ١٦٤ تنو لوړې  زده کړې او تجربې درلودې چې په شرايطو برابر وبلل شول. تجارتي اتشې د همدوى له منځه د ازادې سيالۍ له لارې وټاکل شوې.

هغه زياته کړه چې د سوداګرۍ پراختيا، د هېواد د صادراتي توکو معرفي، افغانستان ته د بهرنۍ پانګونې جذب او له نورو هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو رامنځته کول د سوداګرۍ اتشو له مهمو دندو ګڼل کېږي چې بايد په دې برخه کې کوښښ وکړي.

صدف دشتي چې د تجارتي اتشې ازموينه کې يې تر ټولو لوړې نومرې وړې دي، د نورو په استازولۍ په خپلو خبرو کې وويل چې دوى د افغانستان خلکو او دولت سره ژمنه کوي چې د يوه متخصص ټيم په توګه به خپله دنده په ډېر ښه ډول تر سره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.