ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان سره وکتل

ولسمشر غني د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان سره وکتل

author avatar
10 May 2018 - 19:05
ولسمشر غني د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان سره وکتل
author avatar
10 May 2018 - 19:05

کابل (پژواک، ٢٠ غويى ٩٧): د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي چې هېواد به يې د افغانستان له دولت او خلکو سره ولاړ پاتې شي.

نوموړي دغه خبرې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې کړې دي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جوزف ووټل، نن ماسپښین په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پر ستراتيژۍ، له تروریزم سره پر مبارزې، په امنیتي او دفاعي سکتورونو کې د اصلاحاتو پر بهیر او د را روانو ټاکنو د امنیت په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي چې جنرال ووټل په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو په لړ کې د حکومت لاسته راوړنې وستایلې او د دواړو هېوادونو تر منځ یې پر لا زیاتو همکاریو د ټینګار تر څنګ  ډاډ ورکړ چې د امریکا دولت به د افغانستان له دولت او خلکو سره ولاړ پاتې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.