کابل (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٧): د ملي تدارکاتو کمېسيون د څه باندې درې ميليارده افغانيو په ارزښت څو ستر زېربنايي قراردادونه منظور کړي دي.
له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون مازدیګر د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په دې غونډې کې ملي تدارکاتو کمېسیون ستر زېربنایي قراردادونه له هغې ډلې د سالنګ لپاره د بدیل تونل ډيزاین او د امکانسنجۍ مطالعات، د کندوز د خان اباد د برېښنا بند، د لغمان ولایت د سلطان غازي بابا د ښارګوټي د اوبو رسولو پروژې، د فراه ښار د څښاک اوبو د تأمین پروژې دویم فاز، د افغان حاجیانو لپاره د واکسین د تدارک قرارداد او د عامې روغتیا وزارت د تاسیساتو لپاره تنظیفاتي مواد د کمېسیون له لوري منظور شول.
سرچينه زياتوي، د دغو قراردادونو مجموعي ارزښت له ۳ میلیارده افغانیو زیات دی.
د خبرپاڼې په حواله، دغه راز له هند سره دولت په دولت قرارداد له لارې هندي شرکت سره په روان کال کې د افغان حاجیانو لپاره د واکسین قرارداد وشو چې د تېرو کلونو په پرتله د کیفیت او بیې له پلوه مناسب دی.
ولسمشر په دې برخه کې د ملي تدارکاتو ادارې او عامې روغتیا وزارت قدرداني وکړه، ټینګار یې وکړ چې عامې روغتیا وزارت او د حج په پروسه کې ذیدخل ادارې مکلفې دي چې د دغه قرارداد د موثر تطبیق څارنه وکړي.
سربېره پر دې د سالنګ لپاره د بدیل تونل ډیزاین او مطالعې، د کندوز د خان اباد د برېښنا بند او د فراه ښار د څښاک اوبو د تأمین پروژې مهمې وبللې او د فواید عامې او د انرژۍ اوبو وزارتونه او د افغانستان د ښاري اوبو رسولو شرکت ته لارښوونه وکړه چې د قراردادونو د مدیریت د زمینې او په ټاکلې موده کې د دې پروژو عملي کولو ته لازمه پاملرنه وکړي.
له بلې خوا ملي تدارکاتو کمېسیون د قراردادونو د نه بشپړېدو او د تمویلوونکو د مالي مرستې مودې د پاى ته رسېدو له امله د بامیان، دایکنډي او نورو ۱۰ ولایتونو د ښوونځیو د تجهیزاتو تدارکات د قراردادونو د فسخه کولو په اړه د پوهنې وزارت وړاندیز منظور کړ.
خو کمېسيون پرېکړه وکړه چې اړوند قراردادي شرکتونه دې په داوطلبیو کې د ګډون محرومیت پروسې ته معرفي شي او همداراز پوهنې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د ولایتونو د پوهنې د ريیسانو د ظرفیت او کړنو سراسري ارزونه وکړي او وروستی راپور دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
همداراز اشرف غني د دغو قراردادونو نه بشپړېدل، دغو ولایتونو ته د ښوونځیو د تدارکاتي تجهیزاتو عدم تدارک او د بلاعوضه مالي مرستو نه مصرف په ولایتونو کې د پوهنې وزارت د ذیدخلو مسوولینو او کارکوونکونه تعهد، د ظرفیت نشتوالی او بې غوري وبلله او لارښوونه یې وکړه چې موضوع دې وڅېړل شي او ذیدخل مسوولین او مامورین دې تعقیب او مجازات شي.
غني څرګنده کړه، د بلاعوضه مرستو دغه ډول غیر موثره مدیریت هغه هم د پوهنې په برخه کې د ملي یووالي حکومت رهبرۍ ته د منلو وړ نه دی او د خلکو او د افغانستان د پوهنې د اولادونو په حق کې جفا ده، له همدې امله د ولایتونو په کچه د پوهنې ریاستونو د مدیریت کولو وضعیت باید اصلاح او بدلون وکړي.
سربېره پر دې ملي تدارکاتو کمېسیون د بلخ ولایت د شولګره سیند د تحکیماتو پروژې قرارداد د لا زیاتې ارزونې په موخه ور وګرځاوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن