Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سړک جوړونې شرکت د ۴۳ تښتول شوو کارکوونکو برخلیک نه دى معلوم

کندهار (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۷): په کندهار کې د افغان صداقت سړک جوړولو شرکت د ۴۳ تنو تښتول شوو کار کوونکو برخلیک لا هم  نه دى معلوم .

د غبرګولي په ۳۱مه د شپې په يوه نيمه بجه لسګونو وسله والو طالبانو له سپين بولدک ولسوالۍ څخه شورابک ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک جوړولو پر یوه شرکت بريد کړى و او د دغه شرکت ۴۳ کارکوونکي یې ورسره بيولي وو.

وروسته امنیتي چارواکو خبر ورکړ چې تښتول شوي کارګر او کارکوونکي د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ګلستان سیمې ته وړل شوي او د مخورو او دیني عالمانو په مرسته یې د هغوی د را خوشې کولو هڅې پيل کړې دي.

خو دا دی نن شپږمه ورځ ده چې د برخلیک په اړه یې هیڅ معلومات نشته.

د افغان صداقت سړک جوړونې شرکت مسوول حاجي غوث الدين د چنګاښ په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم چارواکي وايي چې د تښتول شوو کاګرو د خلاصون هڅې روانې دي، خو تر اوسه یې د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته.

هغه زیاته کړه، تښتول شوي کسان ټول د دغه شرکت عام کارګر دي او هیڅ دولتي کس په کې نشته.

دی وايي، دا چې طالبانو څو ځلې ا علان کړی و چې ټولګټو پروژو او د هغوی کارکوونکو ته زیان نه اړوي، نو دوی هم زړه ښه کړی و چې د سپين بولدک- شورابک د ۹۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې پر غاړه واخلي.

دى وايي، وسله والو طالبانو نه یواځې د دوی ۴۳ کارګر تښتولي، بلکې د دوى ١٥ عرادې وسايط یې هم سوځولي او په دې توګه یې شاوخوا ۲ ميليونه ډالره زيان يې وراړولى دى.

نوموړی له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې د کارګرو کورنۍ په بد حالت کې دي او باید خوشې کړای شي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک اژانس ته وویل، د امنیتي ځواکونو د کشفي معلوماتو له مخې، تښتول شوي کارګر لا هم د ډیورنډ کرښې ها غاړه د ګلستان په سیمه کې ساتل کېږي.

دی وايي، د مخورو او قومي مشرانو په مرسته د هغوی د خلاصون هڅې روانې دي، خو تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.

شورابک ولسوالي د کندهار ښار په سوېل کې د ٢٣٠ کيلو متره په واټن له  ډيورنډ فرضي کرښې سره پرته ده چې له سپین بولدک څخه تر همدې ولسوالۍ ۹۰ کیلومتره سړک خام دی او اوسېدونکي يې د خپلو اړتياوو د پوره کولو په موخه پاکستان ته تګ راتګ کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.