منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۵ غ.م
۱۰°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سړک جوړونې شرکت د ۴۳ تښتول شوو کارکوونکو برخلیک نه دى معلوم

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۵ کتنې

کندهار (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۷): په کندهار کې د افغان صداقت سړک جوړولو شرکت د ۴۳ تنو تښتول شوو کار کوونکو برخلیک لا هم  نه دى معلوم .

د غبرګولي په ۳۱مه د شپې په يوه نيمه بجه لسګونو وسله والو طالبانو له سپين بولدک ولسوالۍ څخه شورابک ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک جوړولو پر یوه شرکت بريد کړى و او د دغه شرکت ۴۳ کارکوونکي یې ورسره بيولي وو.

وروسته امنیتي چارواکو خبر ورکړ چې تښتول شوي کارګر او کارکوونکي د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ګلستان سیمې ته وړل شوي او د مخورو او دیني عالمانو په مرسته یې د هغوی د را خوشې کولو هڅې پيل کړې دي.

خو دا دی نن شپږمه ورځ ده چې د برخلیک په اړه یې هیڅ معلومات نشته.

د افغان صداقت سړک جوړونې شرکت مسوول حاجي غوث الدين د چنګاښ په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم چارواکي وايي چې د تښتول شوو کاګرو د خلاصون هڅې روانې دي، خو تر اوسه یې د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته.

هغه زیاته کړه، تښتول شوي کسان ټول د دغه شرکت عام کارګر دي او هیڅ دولتي کس په کې نشته.

دی وايي، دا چې طالبانو څو ځلې ا علان کړی و چې ټولګټو پروژو او د هغوی کارکوونکو ته زیان نه اړوي، نو دوی هم زړه ښه کړی و چې د سپين بولدک- شورابک د ۹۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې پر غاړه واخلي.

دى وايي، وسله والو طالبانو نه یواځې د دوی ۴۳ کارګر تښتولي، بلکې د دوى ١٥ عرادې وسايط یې هم سوځولي او په دې توګه یې شاوخوا ۲ ميليونه ډالره زيان يې وراړولى دى.

نوموړی له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې د کارګرو کورنۍ په بد حالت کې دي او باید خوشې کړای شي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک اژانس ته وویل، د امنیتي ځواکونو د کشفي معلوماتو له مخې، تښتول شوي کارګر لا هم د ډیورنډ کرښې ها غاړه د ګلستان په سیمه کې ساتل کېږي.

دی وايي، د مخورو او قومي مشرانو په مرسته د هغوی د خلاصون هڅې روانې دي، خو تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.

شورابک ولسوالي د کندهار ښار په سوېل کې د ٢٣٠ کيلو متره په واټن له  ډيورنډ فرضي کرښې سره پرته ده چې له سپین بولدک څخه تر همدې ولسوالۍ ۹۰ کیلومتره سړک خام دی او اوسېدونکي يې د خپلو اړتياوو د پوره کولو په موخه پاکستان ته تګ راتګ کوي.

د شورابک ولسوال عبدالنافع وايي، د دغه سړک په جوړېدو سره به د ډېرو خلکو په ژوند کې بدلون راغلی وای، ځايي خلک به له ستونزو خلاص شوي وای، خپل ناروغان او حاصلات به یې پر وخت کندهار ښار ته رسولای او د پردیو له احتیاجه به خلاص شوي وای.

ده پژواک اژانس ته وویل، ګاونډي هېواد دا و نه زغملای شول او د وسله والو طالبانو په وسیله یې د سړک کار بند کړ، وسایط یې وسوځول او کارګر یې وتښتول.

دی وايي، د هېواد دښمنان غواړي خلک په همېشني غربت، فقر او نادارۍ کې ژوند وکړي، خو ولس باید راويښ شي او د دغسې کړنو پر خلاف ودرېږي او خپل حق وغواړي.

دی زیاتوي، د تښتول شوو کسانو د خلاصون هڅې روانې دي خو لا هم پرمختګ نه دی شوی.

تر اوسه وسله والو طالبانو هم د تښتول شوو کسانو د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي، خو څو ورځې تر مخه یې د تر سره شوي برید وروسته ویلي و چې طالبانو د کندهار د سپین بولدک د برمې په سیمه کې د سرحدي پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ چې پر مهال یې ۵ پولیس وژلي دي.

هغه زیاته کړه، د دغې پوستې یو شمېر نور پولیس د سړک جوړولو د شرکت ودانۍ ته ننوتل او له هماغه ځایه یې ډزې پیل کړې.

د ده په خبره، وروسته طالبان هم ورپسې ورغلي خو پولیسو د شرکت په کارکوونکو کې ځانونه پټ کړي چې له همدې امله طالبانو ډېری کسان له ځانونو سره یووړل څو پولیس په کې پیدا او نور کسان بېرته خوشې کړي.

خو د کندهار ولایت چارواکي او په خپله د سړک جوړولو د شرکت مسوول وايي چې وړل شوي کسان ټول د دغه شرکت عام کارکوونکي او کاګر دي او هیڅ کوم سرتېری په کې نشته.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه