جلال اباد (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار ولايت سرخرود ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر يوه پوسته بريد کړی، ياده پوسته سقوط شوې او وسلې او مهمات يې وسله والو له ځانه سره وړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۶مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا يوه بجه وسله والو طالبانو د سرخرود ولسوالۍ اړوند د کړوسو پر پوسته ډله ييز بريد کړی و.
هغه زياته کړه، له وسله والو سره د سيمه ييزو پوليسو له لوري سخت مقاومت شوى، چې په پايله کې يې يو سيمه ييز پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
دی زياتوي، نښته کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛ خو کره شمېره يې له امنيتي ځواکونو سره نه شته .
بلخوا د ننګرهار يوې باوري امنيتي سرچيني د نوم نه خپرولو په شرط پژواک اژانس ته ويلي چې ياده پوسته د وسله والو تر بريد وروسته سقوط شوې، يو رېنجر موټر او وسلې او مهمات يې بريدګرو له ځانه سره وړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بريدګرو شمېر ډېر و او په پوسته کې د پوليسو شمېر کم و، چې د وسله والو د مقاومت توان يې نه درلود.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن