منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۰ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

امريکا په امنيتي ارګانونو کې د ماشومانو پر نه ګومارنې ټينګار وکړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۸ کتنې

کابل (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٧) : دامريکا د بهرنيو چارو وزارت له افغان حکومت څخه غوښتي    چې په امنيتي ارګانونو کې په ناقانونه توګه د ماشومانو له ګومارنې ډډه وکړي.

دغه څرګندونې د انساني قاچاق په اړه دامريکا د بهرنيو چارو وزارت په کلني راپور کې شوي  چې تېره ورځ خپور شوى دى.

په دغه راپور کې دامريکا د بهرنيو چارو وزارت له ټولو هېوادونو غوښتي چې له امنيتي ارګانونو او جنګي ليکو څخه دې ماشومان وايستل شي.

په دې راپور کې دافغانستان له حکومت څخه غوښتل شوي چې دداسې پېښو پلـټنې او څېړنې وکړي چې جګړو کې له ماشومانو کار اخيستل کېږي .

دغه راز سرچينې پر "بچه بازۍ" د مرتکبو کسانو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په راپور کې راغلي، د اخلاقي جرمونو د پلټنو مخه بايد ونيول شي او په زندانونو کې د ماشومانو له  ساتنې هم بايد مخنيوى وشي.

په دغه راپور کې له حکومتونو غوښتل شوي چې د جرمونو او انساني قاچاق د مخنيوي په کمېسيونونو کې د کمېشرانو شمېره زياته شي، څو په دې برخه کې ښه فعاليت وکړاى شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه