منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۰ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې چاودنې یو پلار له دوو زامنو سره وژلی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۵ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۷) په هلمند ولایت کې دیوې چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

 د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چاودنه نن ماښام اته بجې د ګرشک ولسوالۍ ده آدم خان سيمه کې د ملکي خلکو پر مازدا موټر د ماين چاودنه شوي ده.

هغه پژواک ته وویل، په دې  پيښه کې پلار او دوه زامنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ځواک په وینا، ماين د وسله والو طالبانو لخوا ځای پرځای شوی چې قربانيان یې  له ولسوالۍ څخه خپل کلي ده آدم خان ته په لاره وو .

وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه