مزار شريف ( پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۷):د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې تېره شپه د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سيمه ييرو پوليسو او ملي اردو څلور پوستې سقوط شوي او يو شمېر سيمې د طالبانو لاسته ورغلې دي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد هم وايي چې چمتال کې درې پوستو سقوط کړی او دمګړۍ د ولسوالۍ ودانۍ تر ګواښ لاندې ده.
خو د بلخ ولايت مقام بيا په دغه ولسوالۍ کې يواځې د يوې پوستې سقوط تاييدوي او زياتوي چې د نيولو لپاره يې مرستندوی سرتېري سيمې ته رسېدلي دي.
ځايي خلک وايي چې تېره شپه په جرکلا سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو يوه پوسته او د ملي اردو يوه قرارګاه، په ينګي قلعه کلي د سيمه ييزو پوليسو دوه پوستې طالبانو نيولي دي.
د جرکلا سيمې اوسېدونکي حاجي سليمان پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ۸ بجې طالبانو لومړی په دغه سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وکړ.
هغه وويل چې د يادې پوستې سيمه ييزو پوليسو له جګړې پرته پوسته پرېښوده او شاتګ يې وکړ.
نوموړی وايي چې د دغې پوستې په دوه کيلومترۍ کې د ملي اردو يوه قرارګاه هم موجوده وه، چې له لږ جګړې وروسته سرتېري ترې ووتل او طالبانو ونيوله.
د چمتال ولسوالۍ د ينګي قلعه سيمې اوسېدونکي سيد رحمان اغا پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوی په کلي کې هم د سيمه ييزو پوليسو دوو پوستو سقوط کړی دی.
نوموړي زياته کړه چې په دغه سيمه کې د بابه قوشقار په نوم د سيمه ييزو پوليسو پوستې تر سهاره نښته وکړه، خو سهار کې سقوط شوه.
د هغه په خبره، په دغه پوسته کې د امنيتي ځواکونو دوه رېنجر موټر او يو هاموې د طالبانو لاسته ورغلي دي.
نوموړی زياتوي چې د بابه قوشقار پوستې تر څنګ د سلطان محمد خان ژرندې امنيتي پوسته هم طالبانو ته په لاس ورغلې ده.
د چمتال اوسېدونکي وايي چې د يادو پوستو له سقوط سره جرقلعه، ينګي قلعه او مرکزي چمتال پراخې سيمې طالبانو ته په لاس ورغلې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن