کابل (پژواک، ١٥چنګاښ ٩٧) : ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د عملياتو په ترڅ ددولت ٧٢ وسله وال مخالفين وژل شوي،٣٣ټپيان او ١١نور نيول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري د چنګاښ په ١٥مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه عمليات په تېرو ٢٤ساعتونو کې ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس ، دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو ملاتړ هم ورسره و په ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، اروزګان، زابل، بامیان، فراه، بادغیس، فاریاب، تخار، نیمروز او هلمند ولایتونو کې شوي.
سرچينه وايي چې د فراه د پرچمن ولسوالۍ د رباط پايین او نیرګان په اړوند سیمو کې ۲۹ طالبان وژل شوي، ۷ تنه ټپيان، ۵ موټر او د دښمن ۲ مهمې قرارګاوې له منځه وړل شوي، د لغمان د قرغيو ولسوالۍ کې د طالبانو د ۲ تنو سیمه يیزو قوماندانانو هریو لعل محمد او صفي الله په ګډون ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او یو تن ټپي دى.
دغه راز د غزني د قره باغ او مرکز اړوند سیمو کې ۱۲ طالبان وژل شوي او ۱۴ ټپیان او داروزګان ولایت د خاص اروزګان او مرکز اړوند ترینکوټ کې ۱۰ طالبان وژل شوي، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او ۱۳ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
همدارنګه د هلمند په نادعلی ولسوالۍ کې ۲ طالبان وژل شوي، د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې ۲ طالبان وژل شوي، د بامیانو په کهمرد ولسوالۍ کې یو تن طالب وژل شوی، ۵ تنه نیول شوي، ۳ موټر سایکلونه او یو شمېر وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاسته وراغلي دي.
ددې ترڅنګ د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې یو طالب وژل شوی او ۳ تنه ټپیان دي، د میدان وردګو د سید اباد ولسوالۍ کې ۵ طالبان ټپیان او د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې ۶ شکمن کسان نیول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن