ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناوې اوسېدونکو د زورواکو او اداري فساد پر ضد د مبارزې غوښتنه وکړه

د ناوې اوسېدونکو د زورواکو او اداري فساد پر ضد د مبارزې غوښتنه وکړه

author avatar
18 Jul 2018 - 17:12
د ناوې اوسېدونکو د زورواکو او اداري فساد پر ضد د مبارزې غوښتنه وکړه
author avatar
18 Jul 2018 - 17:12

لښکرګاه(پژواک،٢٧چنګاښ٩٧): د هلمند د ناوې قومي مشرانو او اوسېدونکو په دې ولسوالۍ د امنيت پر ښه کېدو ټينګار وکړ او د زورواکو او اداري فساد پر وړاندې يې د جدي مبارزې غوښتنه وکړه.

دغه څرګندونې د هلمند د ناوې ولسوالۍ لسګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو او عامو اوسېدونکو د چنګاښ په ٢٧مه د يوې غونډې په ترڅ کې چې په دې ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، وکړې.

په دغه غونډه کې قومي مشر عتيق الله خان وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو تل د حکومت ملاتړ کړى، خو په مقابل کې حکومت نامسلکي او زورواکي دوى ته  د چارواکو په توګه ګومارلي دي.

هغه وايي: (( موږ په خپلو ځمکو کې کوکنار نه دي کرلي، حکومت سره همکار يو، نو حکومت هم بايد زموږ امنيت ټينګ کړي .))

ده وويل چې يو کال وړاندې دغه ولسوالۍ بېرته له طالبانو نيول شوې خو د سليقوي چلند له امله تر اوسه په کې يوه پروژه هم نه ده پلې شوي.

دغه راز بل قومي مشر معلم شېراغا وويل چې په دغې ولسوالۍ کې د ښه امنيت او حکومتولۍ ترڅنګ بايد ثبات او ټولنيز عدالت هم رامنځته شي.

ده زياته کړه: (( موږ سوله غواړو، د هېواد د نورو خلکو په  څېر حق غواړو او د دې  په  بدل کې د ولسمشر د وروستیو فعالیتونو ملاتړ او د دوام غوښتنه يې هم کوو.))

همدارنګه د ناوې يوبل اوسېدونکي عبدالباقي خان وويل چې په تېرو ١٧ کلونو کې يواځې يو سړک په دې ولسوالۍ کې جوړ شوى دى.

ده زياته کړه: (( له موږ سره يواځې ژمنې شوې دي، موږ د ټولو ژمنو د پوره کېدو غوښتنه کوو، که دا ژمنې پوره نه شي د خلکو او دولت ترمنځ به فاصله ډېره زياته شي.))

په دې غونډه کې د ناوې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت څخه يې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

بل لورته په دې غونډه کې د ناوې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار ملاکريم اخندزاده وويل چې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو په موخه خلک بايد د پوليسو له ناوړه چلند څخه خبر کړي.

قوماندان وايي: ((د دې ولسوالۍ ډېرى پوليس نه دي روزل شوي، نو بشري حقونو او د قانون پر پلي کېدو سم نه پوهېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.