جلال اباد (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، جلال اباد ښار کې يو سړي خپله مېرمن له دوو نورو کسانو سره وژلې او خپله له سيمې تېښتېدلی دی.
بلخوا په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه لري.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ۲۸مه پژواک ته وويل چې تېره شپه د جلال اباد ښار درېيمې ناحيې په ګولايي عربانو سيمه کې يو سړي خپله مېرمن او دوه نارينه وژلي دي.
دی وايي، د طاهر خان په نوم دغه سړی په کرايي کور کې اوسېده او تېره شپه له یادې پېښې وروسته له سيمې تښتېدلی دی.
د خوږياڼي په وينا، پوليسو يې د نيولو هڅې او دغه راز يې د پېښې په تړاو هم څېړنې پيل کړې دي.
يوې باوري امنيتي سرچينې پژواک ته ويلي چې ياد کس خپله مېرمن او دوه نور کسان د نا مشروع اړيکو درلودو له امله وژلي دي.
سرچينه وايي، د طاهر خان په نوم دغه کس هغه مهال ياد کسان وژلي چې کور ته د ننوتلو پر مهال يې نامعلوم کسان په خپل کور کې ليدلي دي.
بلخوا په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه څرګندوي.
د دغه کمېسيون مشرې صبرينا حميدي د اندېښنې تر څنګ په دې برخه کې د اړوند امنيتي ارګانونو له نه همکارۍ هم شکايت وکړ او ټينګار يې وکړ چې د دې ډول پېښو عاملين بايد تر نیولو کېدو وروسته علني محاکمه او مجازات شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن