کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٧): مشرانو جرګې داوړي له رخصتۍ وړاندې په خپله وروستۍ کاري ورځ په لوی اختر کې د دولت له لوري له اوربنده هرکلی وکړ؛ خو ویې ويل، حکومت باید پاملرنه وکړي چې طالبان له دې فرصت څخه بده استفاده ونه کړي.
د افغانستان حکومت د روژې له ۲۷ مې د تېر اختر تر پنځمې له طالبانو سره اوربند اعلان کړ؛ طالبانو د اختر درې ورځې اوربند وکړ او له هغه وروسته یې د امنیتې ځواکونو په سنګرونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړ؛ خو حکومت اوربند لس ورځې نور هم وغځاوه. د اختر په درېیو ورځو کې طالبان ښارونو او د دولت تر واک لاندې سیموته او دولتي کاروکوونکي د پوځیانو په ګډون د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته لاړل او اختر یې یو ځای ولمانځه.
دولت اعلان کړی چې د لوی اختر په ورځو کې هم اوربند اعلانوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، طالبان د اوربند له ورځو څخه په استفاده کابل ښار ته داخل شوي او په دغه ښار کې اوس د دولت ضد فعالیتونو ته دوام ورکوي.
په مشرانو جرګه کې د دایکنډي د خلکو استازې نجیبې حسیني د یادې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، په کابل کې له اوربند وروسته د وسله والو طالبانو فعالیتونه ډېر شوي دي.
د هغه په خبره، له دې حرکتونومعلومېږي چې د اوربند په ورځو کې کابل ښار ته داخل شوي طالبان تر اوسه په کابل کې شته او د دولت پر ضد کار کوي.
هغه زیاته کړه: (( که داځل اوربند کېږي باید رښتينى وي او په دې غور وشي چې له راتلونکي اوربند نه بده استفاده ونه شي.))
په مشرانو جرګه کې د کابل د خلکو استازي فرهاد سخي هم وویل: (( که حکومت اوربند کوي باید متوجه شي چې طالبان له دې فرصت څخه ګټه پورته نه کړي، مخکني اوربند زیانونه درلودل چې اوس خلک ورته متوجه شوي دي.))
د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار په لوی اختر کې اوربند ته د حکومت د چمتو کېدو هرکلى وکړ، خو ویې ویل: (( په اوربند کې باید ټول موارد په پام کې ونیول شي؛ ځکه له مخکني اوربند څخه وروسته د وسله والو طالبانو فعالیتونه او د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله ډېره شوې ده، اوربند باید باثباته او تل پاتې وي.))
نوموړي له جزئیاتو پرته وویل، د سیمې استخباراتو یو شمېر ترهګرې ډلې تیارې کړې چې د اوربند په ورځو کې له هغوی څخه ګټه پورته کړي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار دیادې جرګې په وروستۍ غونډه کې په اختر کې د حکومت له لوري اوربند یو غوره اقدام وباله؛ خو ویې ویل: ((د افغانستان دښمنانو چل وکړ او له ښار څخه ونه وتل.))
هغه هیله مندي ښکاره کړه چې په لوی اختر کې به اوربند یو اړخیز او یو ځل بیا د طالبانو او سیمې د استخباراتو لپاره د ګټې اخیستو فرصت نه وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن