زرنج (پژواک، ٢٠ زمری ٩٧): د نیمروز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د لوی اختر په مناسبت د ولسمشر د فرمان له مخې د ۲۵۰ بندیانو له ډلې ۱۶ يې خوشي شول.
د نیمرزو د استیناف څارنوالۍ رییس محمد شعیب ثابت په دې اړه نیول شو مراسمو کې وویل، د ولایت له زندانه د لوی اختر په مناسبت د ولسمشر د فرمان له مخې ۱۶ بندیان خوشي شول او د ۱۳ نورو کسانو په بند کې تخفیف رامنځته شو.
د هغه په خبره، یاد کسان له هر اړخیزه څېړنو وروسته د ولسمشر په فرمان کې شامل شول.
د نیمروز د امنیې قوماندان سمونوال عبدالرقیب مبارز په دې ناسته کې خوشي شوو بندیانو ته په اشاره وویل: ((هیله من یم چې زندان به ستاسو لپاره د زده کړې مرکز جوړ شوی وي او له دې وروسته به د ټولنې په سالمو غړو بدل شی.))
یو بندي د نوم نه ښودو په شرط د خپل جرم او د بند مودې په اړه څه ونه ویل؛ خو زیاته یې کړه په راتلونکي کې خلاف کارونه نه ترسره کوي او هڅه کوي چې خلکو ته خدمت وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن