جلال اباد (پژواک، ٢٠ زمری ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې بټي کوټ ولسوالۍ کې د کانال اړوند نږدې دوه نیم زره هکتاره ځمکه له وسله والو طالبانو په بشپړه توګه خلاصه شوې ده.
چارواکي وايي، د ننګرهار کانال اړوند دغه ځمکه د ګډو ځواکونو او د ولسي پاڅون کوونکو د عملياتو په نتيجه کې د وسله والو له واکه پاکه شوې ده.
د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند د زمري په ٢٠مه پژواک اژانس ته وويل، په یاده ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو په مشرۍ د ګډو کورنیو ځواکونو له لوري عملیات په بریالیتوب سره دوام لري .
نوموړي زیاته کړه چې د یادې ولسوالۍ په دویم فارم سیمه کې د کانال اړوند نږدې دوه نیم زره هکتاره ځمکه چې د اجارې او نورو برخو کې به یې وسله والو طالبانو مداخلې کولې، په بشپړ ډول د دوی له لاسوهنو پاکه شوه او د کانال ادارې ته یې وسپارله .
دی وايي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د عملياتو له پيله تر دې دمه بره او کوزه بېله، غره غاړه او د لاچه پور وروستۍ سيمې تصفيه شوې او د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، همدا راز د عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو دوه هغه مرکزونه، چې راټول شوی عشر او زکات به يې په کې ساتل، د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په ورته وخت کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا درستيزوال ډګروال قنداغا ساپی وايي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو په تجهيز او مسلح کېدو سره په ياده ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د فعاليت مخه ډپ شوې ده.
هغه وايي، د سيمې خلکو ډاډ ورکړی چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې به پيل شوي ولسي پاڅون ته دوام ورکړي.
د سيمې يو قومي مشر ډاکتر محمد صديق هم له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال وويل چې د دې ولسوالۍ د دويم او درېيم فارم اړوند زرګونه جريبه ځمکه له وسله والو طالبانو سره وه او د دې دولتي ځمکې قراردادونه او د اجارې چارې به هغوی مخې ته وړې.
دی وايي، د ولسي پاڅون کوونکو او امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال اوس دغه ډېرې ځمکې له طالبانو پاکې شوې او د دولت په ولکه کې دي.
بلخوا وسله وال طالبان وايي چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د دوی اړوند هېڅ ځمکه نه وه موجوده او دغه ځمکه له عامو خلکو ګرځول شوې ده.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل: ((بټي کوټ کې موږ هېڅ ځمکه نه درلوده. له عامو خلکو به یې راګرځولې وي، د بټي کوټ ځمکې عامو خلکو اجاره کړې دي، موږ کار نه پرې لرو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن