منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۱ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لښکرګاه کې د لوی اختر ورځو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۲۹ زمری ۹۷): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د نېکمرغه لوی اختر ورځو لپاره یې د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار او شاوخوا سیمو امنیتي تدابیر ټینګ کړي دي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق يعقوبي د زمري په ۲۹مه پژواک خبرى اژانس ته وويل، د دې لپاره چې د جنايي جرمونو او ترهګریزو پېښو مخه نيول شوې وي، په لښکرګاه ښار کې يې ۳۲ د تلاشۍ لندمهال چیک پاینټونه جوړ کړي دي.

هغه زياته کړه، له هغو مسوولو کسانو پرته چې د امنیت ساتلو دنده پر غاړه لري، نور څوک نه شي کولی ښار ته وسلې راوړي او يا هم نظامي موټر په ښار کې وګرځوي.

نوموړي د لښکرګاه ښار او شاوخوا سيمو اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د اختر په ورځو کې له وېرې پرته خپل د خوشاليو مراسم ترسره کړي.

د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان هم وايي، د ښار د نظم ساتلو لپاره ګارنیزيون جوړ شوی دی.

د ده په وينا، دغه ګارنیزیون صلاحیت لري چې د نامسوولو وسله والو، تورو ښيښو لرونکو موټرو او شکمنو کسانو مخه ونيسي او پلټنه يې وکړي.

نوموړي وويل هغه سرتېري او مسوولين چې له ولسواليو ښار ته راځي، د ښار په دروازو کې به د يوه جوړ شوي پلان له مخي خپلې وسلې سپاري.

د لښکرګاه ښار يوه اوسېدونکی محمد ولي اشرف وايي، د اختر په ورځو کې ښار ډېره ګنه ګوڼه لري، د هر ډول پېښو امکان شته.

نوموړي وويل اوس مهال په ښار کې امنيتي مسوولين په تلاشيو اخته دي او له دې سره دوی ډاډه دي چې پېښې به نه کېږي.

د یادونې ده، تېر کوچنی اختر یوازې د درېیو ورځو لپاره طالبانو اوربند اعلان کړ خو په دغه اختر حکومت مشروط اوربند اعلان کړی خو طالبانو تر اوسه ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه