اسعد اباد (پژواک، ٢ وږى ٩٧) : په ختيځ کې د٢٠١ سيلاب قول اردو وايي چې په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد کې دداعش پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د يادې قول اردو له خوا د وږي په ٢مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ايتلافي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې تېره ورځ د کونړ ولايت د نرنګ او ماڼوګي ولسواليو په مربوطاتو کې د داعش پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي دي.
سرچينې زياته کړې، په دغو بريدونو کې داعش پنځه وسله وال وژل شوي، خو بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
قول اردو دغه راز ويلي چې ځو اکونو يې تېره ورځ د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې يو مقناطسي ماين کشف او شنډ کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن