نیلی (پژواک، ١٥ وږی ٩٧): په دایکنډي ولایت کې یوې ډلې نجونو د «بادام ګل» تر عنوان لاندې د کلتوري ـ هنر د یو بنسټ له جوړېدو وروسته د خلکو د فکري بدلون او د ناسمو رواجونو د مخنیوي په برخه کې خپلې مبارزې پیل کړې دي او وايي چې د هغو دوام د منلو وړ نه دی.
د بادام ګل هنري ـ کلتور د موسسې رییسې شکریې بیاني پژواک ته وویل: (( موږ د دایکنډي شاوخوا لس نجونې راټولې شوې یو چې د هغه ناسمو رواجونو ستنې چې په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو د ونډې مخنیوی کوي ونړوو، اګر چې دا ستونزمن کار دی خو د بدلون لپاره یې تصمیم او اراده لرو.))
د هغه په خبره، سره له دې چې یاد بنسټ په هنري او فرهنګي برخه کې فعالیت کوي خو د دې بنسټ غړي به په بېلابېلو غونډو او محفلونو کې د ګډون له لارې خپل پیغام له دوی سره شریک کړي.
نوموړې زیاته کړه: ((سره له دې چې ډېر کم امکانات لرو خو هڅه کوو چې خپله شتمني د طنز او هغه نندارو له لارې چې په داکنډي کې شته ناخوالې انځور کړي له خلکو سره شریکې کړو تر څو د خلکو د نظرونو په بدلون او په ټولنه کې د ناسمو کلتوري رواجونو د پرېښودو لامل وګرځي.))
د ښځو د حقونو فعاله او د یادې موسسې غړې مهتاب حکمت وویل: ((کله چې زموږ ټېمونه ټولنیز واقعیتونه د طنز په بڼه وړاندې کوي او د ټولنې ښه او بد رواجونه انځوروي، نو د ټولنې د بدو رواجونو په اړه د خلکو د پوهاوي د زیاتېدو لامل کېږي او دا ډېر اغېزمن واقع کېږي.))
د موسسې بلې غړې زینب اندېشمند وویل: ((زموږ زیاتره فعالیتونه د ګیلې له ولور او طویونو، له کوره د نجونو تېښته، د حکومت په څنک کې د هېوادوالو مسوولیت او نورو سره مبارزه ده.))
د هغه په خبره، مخکې له دې به په دایکنډي کې د شته رواجونو په اړه د ښځو پر ځای نارینه وو برخه اخیسته خو د روشنفکرۍ د بدلون پروګرامونو په ترسره کېدو اوس په دایکنډي کې په نندارتونونو کې مېرمنو ته د ګډون اجازه ورکول کېږي.
د ښځو د حقونو فعاله لیلا حسیني وايي چې په دایکنډي کې د ښځو پر وړاندې سخت رواجونه د دې لامل شوي وو چې مېرمنې په سینما او نندارتونونو کې ګډون و نه لري او نارینه د مېرمنو په ځای رول ولوبوي، ځکه که یوه مېرمن ننداره ترسره کوي ټول ترې لرې کېږي.
د دایکنډي د اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس محمد حسین سیرت د ګل بادام فرهنګي ـ هنري موسسې فعالیتونه د کلتوري ارزښتونو په ساتلو کې اغېزمن بولي او وايي: ((د دا ډول هنري ـ فرهنګي موسسو رامنځته کول له یوه لوري د ناسمو رواجونو په له منځه وړو کې اغېزمن دي او له بلې خوا بیا فرهنګي ارزښتونه ساتي.))
لومړۍ ځل دی چې د دایکنډي نجونو د دغه موسسې په رامنځته کولو سره د ناسمو رواجونو سره د مبارزې او د خلکو د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې لپاره لستوڼي بډوهلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن