کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٧): د امريکا د ملي امنيت سلاکار د هاګ نړيوالې محکمې ته ګواښ کړى چې په افغانستان کې يې د سرتېرو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو له څېړنو دې ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د يادې محکمې څارنوالانو څه موده مخکې اعلان کړى و چې په افغانستان کې پر جنګي جرمونو تورن د امريکايي سرتېرو په اړه څېړنې کوي.
د امريکايي رسنيو د معلوماتو له مخې، د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان بولټن چې پرون يې يوې غونډې ته وينا کوله، ګواښ وکړ چې که د جنګي جرمونو نړيوالې محکمې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو په اړه څېړنې وکړې، نو دوى به له يادې ادارې سره مالي مرستې بندې کړي.
هغه زياته کړه چې دغه محکمه د امريکا، اسرائيلو او د دوى د متحدينو لپاره ستر ګواښ دى.
جان بولټن د يادې محکمې له لوري د امريکايي سرتېرو په اړه څېړنې غير قانوني وګڼلې.
نوموړي ويلي، که چېرې يادې محکمې د امريکا او متحدينو پر ضد يې کوم اقدامات وکړل، نو دوى به هم غلي پاتې نه شي.
د ده په وينا، که چېرې ياده محکمه د امريکايانو پرضدکوم اقدام وکړي، نو دوى به پرې اقتصادي بنديزونه ولګوي، قاضيان به يې ونيسي او دوسيې به ورته جوړې کړي.
د يادې محکمې يوې څارنوالې څو مياشتې مخکې ويلي و چې دوى په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو له خوا له بنديانو سره د ناوړه چلند او نورو جرمونو په اړه څېړنې کوي.
خو دامريکا د ملي امنيت سلاکار ويلي چې د افغانستان حکومت يا بل کوم هېواد په دې اړه تر اوسه کوم شکايت نه دى کړى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن