منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سياسي احزاب دې د خپلو موخو لپاره له ځوانانو ناوړه استفاده نه کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۳ تله ۹۷): د هېواد د بېلابېلو ولايتونو ځوانان وايي چې افغانان د ملي يووالي او يو بل زغملو له لارې سولې او ثبات ته رسېدلای شي.

د هېواد د ۱۶ ولايتونو دغه ځوانان د (وطندار) په نوم پروګرام کې د تلې په ۳مه مزارشريف ښار کې له تبعيض او تعصب سره د مبارزې په موخه راټول شوي وو، همدا راز وايي چې سياسي احزاب دې د خپلو موخو لپاره له ځوانانو ناوړه استفاده نه کوي.

د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د ولسي ملاتړ د عامه اړيکو کارپوه علاو الدين رهيق پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځوانانو له دې راټولېدنې يې موخه له تعصب او کرکې سره مبارزه ده.

نوموړي زياته کړه چې د روان وضعيت د بهبود او بدلون لپاره بايد خلک خپله لاس په کار شي.

هغه وايي چې په ياد پروګرام کې له نورستان څخه نيولې تر فارياب پورې د ۱۶ ولايتونو ځوانان برخه لري.

رهيق وويل: ((کله چې د نورستان يو ځوان راځي او د فارياب له يوه ځوان سره خپل فکر شريکوي او د ملي يووالي په اړه د نظر تبادله کوي؛ نو ښکاره خبره ده، چې دا د بدلون لپاره يو ښه ګام دی.))

نوموړي زياته کړه چې د ولسواکۍ په اوسني پېر کې خلک مکلف دي، څو له ستونزو سره مبارزه وکړي او د ځان په ګټه د حالت د بدلولو لپاره هڅې وکړي.

د هغه په وينا، په دې وروستيو کې افغان ځوانان د يو شمېر حزبي، ګوندي او سياسي مسايلو له امله په بېلابېلو برخو وېشل شوي چې د بېرته نږدې کېدو لپاره يې بايد کار وشي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد غونډې ته وويل چې ځوانان د هېواد اصلي وارثان دي او په وينا يې بايد همدوی د دغه وطن د ساتنې او پرمختګ لپاره ځانونه تر نورو ډېر مسوول وګڼي.

هغه زياته کړه چې ځوانان هغه مهال دغې موخې ته رسېدلای شي چې د هېواد د ټولو مسايلو پر وړاندې يو غږ او يو موټی وي.

حديد وويل: ((څوک چې سمت، قوم، حزب او ژبې پورې وتړل شول، هغوی نه بيا ملي ګټې هېرېږي او د شخصي ګټو د تحقق په فکر کې وي.))

د بلخ د ولايتي شورا د رييس په خبره، افغانستان هغه مهال له شته ستونزو، بې عدالتيو او جګړو څخه د خلاصون لار موندلای شي چې خلک يې يو بل وزغمي او د همکارۍ لاسونه سره ورکړي.

حديد زياته کړه: ((اصيل افغان هغه څوک دی چې دا وطن د ټولو کور وګڼي او د دغه هېواد ټول قومونو ته د يوه باغ د ګلانو په سترګه وګوري.))

محمدالله روښان چې له پکتيا ولايت څخه مزارشريف ښار ته راغلی وايي چې دلته يې د پرمختګ، ملي يووالي او مېلمه پالنې ډېرې نښي ليدلې دي.

هغه پژواک ته وويل چې په غونډه کې يې د کندهار، بلخ او فارياب ولايتونو د ځوانانو خبرې اورېدلې او د يوه نوي او متحد افغانستان تصوير يې اخيستی دی.

دغه پکتياوال ځوان زياتوي چې د ولايتونو ترمنځ دا ډول راشه درشه د ملي وحدت، سولې او ثبات لپاره تر ټولو غوره لاره ده.

نوموړي وويل چې افغانان کولای شي د ملي وحدت او يو بل زغملو له لارې د ثبات د راوستو برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

د کندرهار اوسېدونکي سردارمحمد سروري پژواک ته وويل چې افغانستان کې ګڼ قومونه اوسېږي او تر ټولو غوره لاره دا ده چې هر قام خپلو قانوني حقونو ته ورسېږي.

نوموړي له سياسي ګوندونو، ډلو او ټپلو څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو شخي او لنډمهاله ګټو لپاره ځوانان د يو بل په مقابل کې ونه دروي.

هغه پر ځوانانو هم غږ وکړ چې سره يوموټی شي او د هغو خلکو پر خبرو ونه غولېږي چې د افغانانو ترمنځ د کرکې خپرولو هڅې کوي.

د فارياب ولايت اوسېدونکې سميرا توفيق وايي چې ځوانان د هېواد د ښې راتلونکې برخه کې مهم نقش لوبولای شي.

هغې پژواک ته وويل چې په ډېرې لېوالتيا يې له فارياب ولايت د وطندار په نوم پروګرام کې برخه واخيسته او موخه يې دا وه چې د نورو ولايتونو د ځوانانو رغنده نظريات واوري.

نوموړې زياته کړه چې اوسنيو جګړو کې د ټولنې تر بل هر قشره ځوانان ډېره قرباني ورکوي چې د مخنيوي لپاره يې بايد جدي ګامونه پورته شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست