منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۸ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حکومت د سوداګرۍ برخه کې له پانګوالو مېرمنو سره مرسته کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۴ تله ۹۷): د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې له پانګوالو مېرمنو سره د هغوی د سوداګرۍ د ودې برخه کې مرسته کوي.

د سوداګرۍ وزارت مرستيال ظهورالدين شيخ زاده د تلي په ۴مه په مزارشريف ښار کې د متشبثو مېرمنو د ستونزو اورېدو پروګرام کې وويل، حکومت ژمن دی څو په هېواد کې د سوداګرۍ د ودې لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

نوموړي زياته کړه چې بلخ ته يې د متشبثو مېرمنو د ستونزو ارزونې په موخه سفر کړی او پلان لري چې دغلته د صنعتي پارکونو جوړېدو په برخه کې هم له سيمه ييزو چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

هغه وويل چې په بلخ کې د صنعتي پارکونو په چوکاټ کې بنسټيزو چارو ته اړتیا ده چې سوداګرۍ وزارت به په دې برخه کې ډېر ژر عملي اقدامات پيل کړي.

نوموړي زياته کړه: ((اوس مهال مزارشريف کې دوه صنعتي پارکونه فعال دي چې د سوداګرو د تقاضا په تناسب کم دي او اړتيا ده چې دې برخې ته جدي پام وشي.))

د سوداګرۍ وزارت مرستيال پژواک خبري اژانس ته همدا راز وويل چې د يوه نوي پروګرام له لارې غواړي سوداګرې مېرمنې تر پوښښ لاندې ونيسي او د تجارت په برخه کې د هغوی ستونزې حل کړي.

هغه ومنله چې ډېر شمېر مېرمنې د تشبث په برخه کې فعاليت کوي خو په وينا يې چې د عرضې او تقاضا په برخه کې ورسره لازمه مرسته نه ده شوې.

نوموړی زياتوي چې سوداګرۍ وزارت کار کوي څو د متشبثو مېرمنو د توليد ظرفيت لوړ کړي.

هغه وويل چې بله جدي ستونزه د مارکېټ نه شتون دی چې په دې برخه کې يې هم د سوداګرۍ وزارت د همکارۍ ژمنه وکړه.

په ورته وخت کې بيا د صنعت او سوداګرۍ خونه وايي چې حکومت بايد لومړی سوداګرو لپاره ډاډمنه امنيتي فضا رامنځته کړي.

د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستيال سيد مبشر سادات پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کلونو کې افغان سوداګر له جدي ستونزو سره مخ شوي چې حکومت يې د حل په برخه کې پاتې راغلی.

هغه زياته کړه: ((افغان سوداګر د امنيت، ګمرک، مالياتو او ګڼو نورو برخو کې بلا ستونزې لري، خو حکومت يې يواځې د حل لپاره ژمنې کوي او د عملي اقدام څرک يې نه ليدل کېږي.))

نوموړي وويل چې په بلخ کې وروستيو نا امنيو او د نامسوولو وسله والو زياتوالي پر سوداګريزو چارو کابو ۸۰ سلنه منفي اغېز کړی دی.

سادات زياتوي چې څو ځلې يې د يادو ستونزو د حل په موخه له  ولسمشر سره کتلي خو په وينا يې چې د حکومت له خوا يواځې ژمنې ورکړل شوې دي.

د هغه په خبره، حکومت چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د سوداګرو اساسي ستونزې حل نه شوې کړای نو په راتلونکو څو مياشتو کې هم ښايي په دې برخه کې بنسټيز بدلون را نه شي.

د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستيال له متشبثو مېرمنو سره د سوداګرۍ وزارت مرستې مهمې بولي او زياتوي چې بايد ياد وزارت پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د دې تر څنګ يو شمېر پانګوالې مېرمنې هم له حکومته ګيله منې دي چې د سوداګرۍ برخه کې يې د دوی لاسنيوی نه دی کړی.

حليمه نبي زاده په مزارشريف کې د خياطۍ د يوې کارګاه مسووله ده چې ۲۰ مېرمنې ورسره پر کار بوختې دي.

هغې پژواک ته وويل چې د حکومت د نه پاملرنې له امله يې د تېر کال په پرتله پېر او پلور کم شوی دی.

نوموړې زياته کړه: ((د بازار له غوښتنې سره سم توليدات نه شو کولای، له يوې خوا د دې کار لپاره مالي امکاناتو ته اړتيا لرو چې موږ سره نشته، له بلې خوا د خلکو د ذوق مطابق جامو ګنډلو لپاره نوي ظرفيت جوړونې ته ضرورت لرو.))

حليمې له حکومته غوښتنه وکړه چې له ښځينه متشبثينو سره د مالي امکاناتو په برابرولو کې مرسته وکړي.

د هغې بله جدي غوښتنه دا ده چې له بهره پر واردېدونکو توکو دې ماليه لوړه شي څو ورسره افغاني توليدات بازار پيدا کړي.

امنيتي ستونزې او روانه خپلسري نور هغه عوامل دي چې حليمه نبي زاده يې له حکومته د حل غوښتنه کوي.

په مزارشريف کې د ښځينه خصوصي ورزشي کلپونو مسووله زرغونه خواجه زاده بيا هم وايي چې حکومت دې د ژمنو پر ځای عملي اقداماتو ته ترجيح ورکړي.

هغې وويل چې لا هم د يو شمېر کلتوري بنديزيونو له امله ډېری کورنيو کې مېرمنو ته اجازه نه ورکول کېږي چې کار وکړي.

نوموړې حکومت ګرم وباله چې په دې برخه کې د عامه پوهاوي  ترسره کېدو برخه کې يې لازم اقدامات نه دي کړي.

د مېرمن زرغونې په خبره، حکومت بايد متشبثو مېرمنو ته د وړو قرضو په ورکولو سره هغوی تشويق کړي، څو سوداګريزې چارې پيل شي او وده ورکړي.

د سوداګرۍ وزارت معين هم په افغانستان کې وروستۍ نا امني او جګړې د تجارت د ودې پر وړاندې  خنډ ګڼي او زياتوي چې په بلخ کې هم وروستيو نا امنيو پر سوداګريزو چارو څه نا څه منفي اغېز کړی دی.

خو ډاډ ورکوي چې حکومت د ټولو هغو خنډونو د له منځه وړو په برخه کې جدي دی چې د سوداګرو پر وړاندې پرته دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد