ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نا امنۍ او ګواښونه د ځينو ښځينه نوماندانو پر وړاندې جدي ستونزې دي

نا امنۍ او ګواښونه د ځينو ښځينه نوماندانو پر وړاندې جدي ستونزې دي

author avatar
30 Sep 2018 - 08:39
نا امنۍ او ګواښونه د ځينو ښځينه نوماندانو پر وړاندې جدي ستونزې دي
author avatar
30 Sep 2018 - 08:39

کابل- مزارشريف- فراه پلخمري (پژواک، ٨ تله ٩٧): د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې د ولسي جرګې ښځينه نوماندانې امنيتي ستونزې د خپلو ټاکنيزو کمپاينونو پر وړاندې جدي خنډ ګڼي او ځينې یې وايي چې ګواښل شوې هم دي.

د ولسي جرګې ټاکنې چې ټاکل شوې ده د روان لمريز کال د تلې په ۲۸مه ترسره شي، ټاکنيز کمپاينونه يې وړمه ورځ د تلې په ۶مه پيل شوي دي.

خو يو شمېر ښځينه نوماندانې شکايت کوي چې د امنيتي ستونزو له امله په ډاډه زړه کمپاين نه شي کولى.

له کابله د ولسي جرګې کانديده ليلى علي وايي چې ښځې د نارينه کانديدانو په څېر په ازاد ډول په ښه امنيتي فضا کې کمپاين نه شي کولى.

هغې د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه وغوښتل چې د کابل په ولسواليو کې دوى ته د کمپاين لپاره امنيتي زمينه برابره کړي.

په ولسي جرګه کې د نيمروز ولايت وکيله فرشته اميني دغه ځل له کابله ولسي جرګې ته کاندیده ده.

هغې پژواک اژانس ته وويل چې دوى د امنيتي ستونزو او د ځينو زورواکو له امله د کابل ولايت په ولسواليو کې کمپاين نه شي کولى.

مېرمن اميني ادعا وکړه، ځيني کانديدان چې په ولسواليو کې ډېر پلويان لري، په ولسواليو کې د دوى د کمپاينونو مخه نيسي.

هغې غوښتنه کوي چې په ښار او ولسواليو کې دې نارينه او ښځينه کانديدانو ته يو ډول امکانات او زمينه برابر شي.

بلخوا له بغلانه ولسي جرګې ته يو شمېر ښځينه نوماندانې وايي چې د نا امنيو تر څنګ د ځينو زورواکو او مافيايي کړيو له خوا پر مرګ ګواښل شوي هم دي.

بغلان په ولسي جرګه کې د دوو ښځو په ګډون اته څوکۍ لري چې اوس په کې ١٢ ښځو او ٧٦ نارينه وو ځانونه کانديد کړي دي.

له بغلانه ولسي جرګې ته نوماندې نوريې حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څو ورځو راهيسې د يو شمېر ناپېژاندو کسانو له خوا پر مرګ ګواښل کېږي.

هغې زياته کړه: ((د همدې ګواښونو له امله د کمپاين له پيله مخکې ١٥ ورځې کابل کې وم، امنيتي ارګانونو راته خبر راکړى و چې بريد درباندې کېږي او څو ځلې په ټيلېفون کې هم راته د مرګ ګواښونه شوي دي.))

خو حميده وايي چې له دغو ګواښونو سره سره له ګڼو ساتونکو سره ګرځي او هڅه کوي چې خپل ټاکنيز کمپاين ته ادامه ورکړي.

حميدي تر دې وړاندې دوه دورې د بغلان ولايتي شورا غړې هم پاتې شوې ده.

دا وايي: ((زه چې کله دوه دورې د ولايتي شورا غړې وم، هېڅ وخت د دولت د وسله والو مخالفينو له له خوا نه يم ګواښل شوې، زه پر ځينو کانديدانو شک لرم چې غواړي زما د بريا مخه ونيسي.))

هغې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((ما ته وايي چې له کانديداتورۍ تېره شه؛ ځکه ته ښځه يې او ښځې سم فعاليت نه شي کولاى، راته يې دا ګواښ هم کړى، که خپلې مبارزې ته ادامه ورکړم نو پر ما او کمپاينرانو مې بريد کوي.))

بلې نوماندې واجدې فيصل عزيزي هم پژواک ته وويل چې د نورو امنيتي ستونزو تر څنګ دغه ځل ښځينه نوماندانې د ځينو زورواکو او مافيايي کړيو له خوا پر مرګ ګواښل شوې هم دي.

دې زياته کړه: ((ما ته هم ناپېژاند کسان زنګونه وهي او وايي چې له کمپاين او کانديداتورۍ تېره شه که دغه کار ونه کړم نو وسله وال بريد درباندې کوي.))

د هغې په وينا، دغه ډول ګواښونو دوى ته اندېښنه پيدا کړې چې له امله يې د دوى د کمپاين چارې په سمه توګه پر مخ نه ځي.

عزيزي د چا نوم ياد نه کړ خو زياته کړه: ((که ګواښونه همدغسې دوام وکړي، نو د دې په ګډون ډېرې ښځې به ونه شي کولاى چې په سمه توګه کمپاين وکړي او پارلمان ته لار پيدا کړي.))

همدارنګه يوې بلې نوماندې تمنا شينوارې پژواک اژانس ته وويل چې د امنيتي ستونزو له امله دوى نه شي کولاى په سمه توګه خپل کمپاين پر مخ بوځي.

هغې زياته کړه: ((وسله وال مخالفين د پلخمري ښار څنډو ته رسېدلي نو ښځې په څنګه کمپاين وکړي؟))

شينوارې د ګواښونو په اړه څه ونه ويل خو زياته یې کړه چې يو شمېر کسان د ښځو په اړه منفي تبليغات کوي څو خلک ورته رايه ورنه کړي.

يادو نوماندانو له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې دغه ستونزې حل کړي څو دوی په سمه توګه خپلې ټاکنيزې چارې سمبال کړي.

د بغلان د ټاکنو کمېسيون ريييس عبدالقاهر صافی هم مني چې په دغه ولایت کې د ښځينه نوماندانو پر وړاندې امنيتې ستونزې شته دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د امنيتي ستونزو تر څنګ په دغه ولايت کې د ښځينه نوماندانو ترمنځ يو ډول ناسالم رقابت هم شته چې ځينې نوماندانۍ يې اندېښمنې کړې دي.

صافى وايي: ((ممکن ځينې کړۍ او یا هم د نوماندانو ترمنځ داسې کسان وي چې غواړي خپلې سیالې نوماندې ته د ماتې ورکولو لپاره هغه و وېروي، خو تر اوسه په دې اړه چا موږ ته شکايت نه دى کړى، که چېرې شکايت وکړي؛ نو دغه ډول موضوعات امنيتي ارګانونو ته راجع کوو، څو د حل لپاره يې اقدام وکړي.))

د بغلان د پوليسو وياند ذبيح الله شجاع پژواک ته وويل، پوليس دنده لري چې د کانديدانو ترڅنګ د ټولو خلکو امنيت خوندي کړي.

ده وويل چې د دغه ولايت امنيتي ارګانونو د ټاکنو پروسې د امنيت خونديتوب لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيولي چې له مخې يې هېڅوک د ټاکنو  بهير ته زيان نه شي رسولى.

شجاع، ښځينه کانديدانو ته د ګواښونو په اړه وويل: ((تر اوسه چا موږ ته رسمي شکايت نه دى کړى، که چېرې څوک شکايت وکړي موږ دغه شان موضوعات خپل کشفي ارګانونو ته سپارو څو جدي څېړنه يې وکړي، عاملين يې پيدا او د قانون منګلو ته يې وسپاري.))

د کابل او بغلان ترڅنګ د لوېديځ نا امنه ولايت فراه ښځينه نوماندانې بيا د امنيت په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي او وايي چې د ښار له ځينو برخو پرته نورو سيمو او ولسواليو کې کمپاين نه شي کولى.

له فراه د ولسي جرګې نومانده بلقيس روشن وايي، څه ډول چې په کار ده، هغسې ټاکنيز کمپاين نه شي کولى.

هغې پژواک اژانس ته وويل: “د امنيتي ستونزو له امله موږ نه شو کولى چې خپل پيغام په ټولو سيمو کې خلکو ته ورسوو، اوس مو کمپاين پيل کړى، ګورو چې بريالي کېږو که نه.”

مېرمن روشن دغه راز ځيني امنيتي او ملکي چارواکي تورن کړل چې د ځينو ځانګړو کانديدانو په ګټه کار کوي.

نوموړې وويل چې د ولسي جرګې دوه کانديدان څو ورځې مخکې انار دره او پرچمن ولسواليو ته  د ملي اردو په چورلکو کې لېږدول شوي او هلته يې خپل کمپاينونه پيل کړي دي.

دې زياته کړه: “موږ دا ډول اسانتياوو ته لاسرسى نه لرو او د امنيتي ستونزو له امله په خپله له ښاره بهر او ولسواليو ته نه شو تللى.”

له دغه ولايته د ولسي جرګې بله کانديده شريفه سادات د مېرمن روشن د څرګندونو د تاييد ترڅنګ وايي، چې دلته کانديدانو ته د کمپاين لپاره مساوي اسانتياوې نه دي برابرې شوې.

د فراه ښار يوه اوسېدونکې ٢٠ کلنه ليلى وايي چې د کلتوري محدوديتونو او امنيتي ستونزو له امله د دوى د کورنۍ هېڅ يوې ښځينه غړې راتلونکو ټاکنو ته نوم ليکنه نه ده کړې او نه به هم رايه وکاروي.

د فراه يوه مدني فعاله نبيله د ښځينه وکيلانو امنيتي ستونزې تاييدوي او له حکومته غواړي چې ښځينه کانديدانو ته د ټاکنيزو کمپاينونو لپاره زمينه برابره کړي.

هغې پژواک اژانس ته وويل چې ښځينه کانديدانې غواړي د ولايت نورو سيمو ته هم د خپلو پيغامونو رسولو لپاره ولاړې شي، خو د امنيتي ستونزو له امله نه شي تللى.

په فراه کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر رييس محمد منير پارسا  هم امنيتي او کلتوري محدويتونه مني خو وايي چې تر اوسه کومې کانديدې ورته په دې اړه شکايت نه دى کړى او نه يې هم مراجعه کړې.

ده پژواک اژانس ته وويل، پلان لري چې ښځينه کانديدانو او د هغوى کمپاين کوونکو لپاره په لرو پرتو سيمو کې ټاکنيزو کمپايونونو ته خوندي فضا برابره کړي.

د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب وايي چې امنيتي ارګانونو ټاکنو لپاره بشپړ تيارى نيولى او ښځې کانديدانې کولى شي په ډاډه زړه خپل ټاکنيز کمپاينونه ترسره کړي.

 له بلخ څخه ولسي جرګه کې د درې ښځينه څوکيو لپاره ۲۲ مېرمنې ټاکنيز رقابت کوي.

يو شمېر ښځينه نوماندانې وايي چې امنيتي ستونزې او د ټاکنو په تړاو د عامه پوهاوي نشتون يې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال لوی خنډونه دي.

له بلخ ولايت څخه ولسي جرګې ته کانديده ګلالۍ نور ساپۍ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نارينه وو په پرتله ښځينه نوماندانې د ټاکنيزو هڅو لپاره کم امکانات لري.

هغې وويل، له ښار څخه بهر يو شمېر ولسواليو کې د ناامنيو پېښې زياتې شوي چې له امله به يې په ټاکنو کې د مېرمنو ګډون کمرنګه وي.

د ساپۍ په وينا، دمګړۍ د بلخ ولايت په چمتال، چهاربولک او دولت اباد ولسواليو کې پراخې سيمې د مخالفينو لاس ته ورغلي چې د ټاکنيزو کمپاينونو له پيل سره هم هلته نوماندان د خپلو پروګرامونو د تشريح او خلکو ته يې د رسولو لپاره نه شي ورتللی.

هغې زياته کړه، که حالت همداسې دوام ولري؛ نو د بلخ د يو شمېر مشخصو سيمو ډېر اوسېدونکي به له رايې ورکولو څخه محروم شي.

په ورته وخت کې له بلخ څخه ولسي جرګې بله کانديده شکيبا شکيب هم وايي چې د امنيتي ستونزو له امله ټاکنيز کمپاين سم نه شي ترسره کولى.

هغې پژواک ته وويل، په ښار کې د ټاکنو په اړه د مېرمنو تر منځ څه ناڅه پوهاوی شته؛ خو زياتوي چې په ولسواليو کې دغه ستونزه ډېره جدي ده.

هغه غوښتنه کوي چې د ټولو هغو سيمو په امنيت ټينګولو کې هڅې وکړي چې دمګړۍ تر ګواښ لاندې دي، څو خلک په ټاکنو کې په ډاډه زړه برخه واخلي.

دوی همدا راز له ټاکنو کمېسيون څخه هم غواړي چې د عامه پوهاوي په برخه کې جدي کار وکړي، څو د رايې ورکولو په پروسه کې د خلکو ونډه زياته شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.