مزارشريف (پژواک، ۱۲ تله ۹۷): په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون، د مدني ټولنو استازي او سياسي فعالان وايي چې د سياسي ګوندونو له پراخ ګډون پرته به ټاکنې له درغليو ډکې وي.
دوی همدا راز په افغانستان کې د ټول منلو سياسي احزابو نه شتون د دې لامل بولي چې خلک پر ګوندونو ډېر باور نه لري او غوښتنه يې دا ده چې حکومت دې د ټاکنو په پروسه کې د مدني ټولنو او سياسي احزابو نقش ډېر کړي.
په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر له خوا په مزارشريف ښار کې د تلې په ۱۲مه، په ټاکنو کې د سياسي احزابو او مدني ټولنو د نقش په تړاو د عامه پوهاوي پروګرام جوړ شوی و.
په بلخ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د تعليمې څانګې مشر رازق داد ګلزاري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سياسي احزابو او مدني ټولنو له پراخ ګډون پرته به د ټاکنو پروسه له درغليو سره مله وي.
نوموړي زياته کړه چې د انتخاباتو په بهير کې د سياسي احزابو او مدني ټولنو د ګډون د ارزښت په اړه ډېری هېوادوال معلومات نه لري؛ نو ځکه يې د عامه پوهاوي دغه پروګرام جوړ کړی دی.
ګلزاري زياتوي چې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره بايد د ګواښ او تبعيض نه کولو اصول په بشپړ ډول مراعات شي؛ څو خلک په خپلواک ډول خپله رايه وکاروي.
هغه وويل چې د ټاکنو په پروسه کې د سياسي احزابو او مدني ټولنو کمرنګه رول يوه لويه تشه ګڼلی شو.
نوموړي زياته کړه: ((په اوسنيو شرايطو کې موږ ډېر خوشبين نه يو چې ټاکنې دې په بشپړ ډول رڼې ترسره شي؛ خو په ډیموکراتيکه پروسه کې دا اصل دی چې موږ بايد راتلونکي ته هيله من و اوسو او د ښې راتلونکې لپاره بايد د ټولو ستونزو با وجود په اوسنيو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړو.))
ګلزاري زياتوي چې په ډیموکراتيکو ټولنو کې سياسي احزاب مهم نقش لوبولی شي او د هغه په خبره په کومو ټولنو کې چې په ټوله معنا سياسي ګوندونه موجود نه وي، بلاخره حکومتولي د استبداد لور ته وړل کېږي.
نوموړی وايي چې د يوې کثرت ګرا ټولنې د رامنځته کېدو لپاره بايد د سياسي احزابو او مدني ټولنو د اغېزمنتيا لپاره هڅې وشي.
هغه زياته کړه: ((د ټاکنو په روانه پروسه کې ليدل کېږي چې ډېری هغو کسانو هم ځانونه خپلواک نوماند کړي چې د سياسي احزابو غړيتوب او حتی مسووليت لري؛ دا ځکه چې دلته د سياسي ګوندونو نقش برجسته نه دی او د دې ستونزې د حل لپاره بايد د احزابو نقش زيات کړای شي.))
د بشري حقونو کميسيون دغه چارواکی وايي چې نا امني د ټاکنو روان بهير لپاره بله لويه ننګونه ده چې له امله به يې ځيني افغانان په انتخاباتو کې له ګډون کولو محروم شي.
نوموړی د شته نا امنيو له منځه وړل د افغان حکومت مسووليت بولي او زياتوي چې خلکو ته بايد په انتخاباتو کې د ګډون ډاډ منه زمينه برابره شي.
په ورته وخت کې بيا د يو شمېر مدني ټولنو استازي او سياسي فعالان وايي چې نوماندان بايد خلکو ته د هغو کارونو ژمنې ورنکړي، چې له وسې يې پورته دي.
شمال زون کې د خط نو څېړنيز بنسټ مشر عبدالقادر مصباح پژواک ته وويل چې يو شمېر کانديدان له خلکو څخه د رای اخيستو په موخه، د هغو کړنو شعارونه ورکوي، چې په وس کې يې نه وي.
هغه زياتوي چې د دې ډول کړنو په ترسره کېدو سره خلک په راتلونکې کې د ټاکنو پر پروسې بې باوره کېږي.
نوموړی وايي: ((د سړک جوړول، د برېښنا مزي غځول، روغتونونه او ښوونځي جوړول او د ترافيکې ستونزو حل کول، د وکيل دنده نه وي؛ خو له بده مرغه زمونږ ډېری نوماندان همدا شعارونه ورکوي، چې دا په اينده کې په ټاکنو د خلکو باور ته زيان رسوي.))
مصباح زياته کړه چې لويه ستونزه له قانون او د پارلمان له وظايفو څخه د ډېری وکيلانو نه خبرېدل دي چې له امله يې غير عملي شعارونو ته مخه کړې ده.
سياسي فعال رجب علي ابراهيمي بيا وايي چې ټاکنې ملي پروسه ده خو زياتوي چې ډېری نوماندان هڅه کوي څو قومي او ژبني لور ته يې بوځي.
نوموړي زياته کړه چې ډېری نوماندان د خپلې بريا په موخه قومي او ژبني لرې والي ته لمن وهي او خلک له يو بل سره مخامخ کوي.
هغه وايي: ((دري ژبی کانديد، په دري شعارونه ورکوي او د قومي ګټو د تضمين خبره کوي، پښتون ژبی پښتنو ته پيغام ورکوي او د ژبنيو ګټو د خوندي کولو ژمنې کوي، همداسې ازبيک، هزاره او نور؛ خو له بده مرغه شخصا ما داسې نوماند نه دی موندلی، چې دري ژبی دې وي او پښتنو ته دې پيغام ولري او يادې پښتو ژبی وي او ازبيک او هزاره ته دې پيغام ولري.))
د هغه په خبره، د انتخاباتو په څېر له ملي پروسو بايد د يو ملت کېدو لپاره کار واخيستل شي.
نوموړی وضعيت ته په کتو وايي چې را روانې پارلماني ټاکنې به له درغليو ډکې وي.
د دې ټولو ستونزو تر څنګ په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې د ښې او روښانه راتلونکې لپاره بايد افغانان په را روانو ټاکنو کې په پراخ ډول ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې د روانې مياشتې (تله) په ٢٨مه ترسره شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










