کابل (پژواک، ١٦ تله ٩٧) : د ملي دفاع وزارت وايي چې له بهرنيو ځواکونو سره په ګډه يې فارياب او بلخ ولايتونو کې د هوايي بريدونو پر مهال لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ددغه وزارت مطبوعاتي دفتر د تلې په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان کومانډو ځواکونو د بهرنيو ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته د فارياب په شيرين تګاب او د بلخ ولايت په چهاربولک ولسواليو کې هوايي او ځمکني عمليات کړي دي.
سرچينې زياته کړې، په دغو عملياتو کې ١١٣ وسله وال مخالفين وژل شوي، ٩ تنه يې ټپيان دي او ١١ تنه يې ژوندي نيول شوي دي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت وايي چې له تېرو پنځلسو ورځو راهيسې د فراه ولايت په خاک سفيد، بالابلوک او د مرکز اړوندو سيمو کې د عملياتو پر مهال ٤٠ ټنه چاودېدونکي توکي ترلاسه او له منځه وړل شوي دي.
د فارياب ولايت امنيتي مسوولين وايي چې په شيرين تګاب ولسوالۍ کې ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خو د بلخ ولايت ځايي مسوولينو تر اوسه د چهاربولک د عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن