ميدان ښار (پژواک، ۱۶ تله ۹۷): د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ په "صدمرده" سيمه کې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د سيمې اوسېدونکي ضياءالرحمن ارمل پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه دولتي ځواکونو په دې سيمه کې عمليات ترسره کړل.
دى وايي چې يادو ځواکونو د دغو عملياتو پر مهال د صدمردې پنځه اوسېدونکي چې ملکي وګړي دي، وژلي او يو تن يې له ځان سره بيولى دى.
هغه زياته کړه، په وژل شوي کې دوه د يو ښوونځي څوکېداران، يو کس د روغتيايي کلينيک څوکيدار، يو تن په سيمه کې د هټيو ساتونکى او يو بل د يوې ديني مدرسې زده کوونکى دی.
دی وايي، کوم کس يې چې له ځان سره بيولي هغه هم د يوې دينې مدرسي زده کوونکی دی.
د ارمل په وينا، يادو ځواکونو په سيمه کې د سيدرحيم او دلاور له کورونو کسان ايستلي او بيا يې دغه دواړه کورونه پر بمونو الوځولي دي.
هغه وايي چې د کلينيک وژل شوی څوکيدار او کوم کس چې يادو ځواکونو له ديني مدرسې بيولى، د دلاور زامن دي او د دولت له وسله والو مخالفينو سره اړيکه نه لري.
هغه په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي: "دولت که د ملت وژنه داسې روانه کړې وي او بې پوښتنې د ټوپک شپېلۍ پرې ورکږوي، لرې نه ده چې په ډېره ورانه توګه به يې پاچهي ړنګه شي."
د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک بيا وايي چې په يادو عملياتو کې درې کسان وژل شوي او درې واړه هلته د يو روغتيايي مرکز ساتونکي وو.
خو د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند حکمت الله درانى وايي چې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د صدمردې په سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.
هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د دغو عملياتو پر مهال دوه ملکي وګړي او دوه وسله والو مخالفين وژل شوي او دولتي ځواکونو درې تنه له وسله والو مخالفينو سره د لاس لرلو په شک نيولي دي.
دی زياتوي، له وژل شوو ملکي وګړو يو یې په سيمه کې د يو کلينيک ساتونکی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن