ژبه

مشرانو جرګه: د بایومتریک ماشینونو کارول د ټاکنو له شفافیت سره مرسته کوي

توسط عزيزالله همدرد

اکتوبر 9, 2018 - 8:15 pm

Views: 75

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۹۷): په ټاکنو کې د بایومتریک ماشینونو د استفادې د څرنګوالي په اړه د اندېښنو د زیاتېدو په دوام مشرانو مشرانو جرګې ډاډ ورکړ چې دغه ماشینونه د ټاکنو له شفافیت سره مرسته کوي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د یادې جرګې په نننۍ غونډه کې وویل چې په ټاکنو کې د بایومتریک ماشینونو څخه استفاده به د ډېرو افغانانو قناعت ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه، هغو معلوماتو ته په کتو چې تېره ورځ د ټاکنو کمېسیون کمېشنرانو په ځانګړې توګه له بایومتریک ماشینونو څخه استفاده او د تکراري رایو د مخنیوي په اړه ورکړل دغه ماشینونه د درغلۍ مخه نیسي.

هغه زیاته کړه: ((د نمونې په توګه مې یو ځل د ټاکنو کمېسیون د یوه کمېشنر ګوته کېښوده او انځور مې خپل واخیست، خو ماشین سټېکر څرګند نه کړ او د دې لپاره چې ډاډه شم یو ځل بیا مې خپل انځور او ګوته امتحان کړه، ومې کتل چې ماشین سټېکر راڅرګند کړ او حتی ساعت، دقیقه او ثانیه یې هم ښکاره کړل.))

مسلمیار وویل، د بایومتریک ماشینونو له چارو ډاډمن شوی، خو د جرګې د غړو په غوښتنه یوه ورځ د ټاکنو کمېسیون ته بلنه ورکوو چې د بایومتریک ماشینونو د استفادې د څرنګوالي او د بایومتریک ماشینونو په وسیله د تکراري رایو د مخنیوي په اړه له نږدې معلومات ورکړي.

خو د مشرانو جرګې یو شمېر غړو بیا د تکراري رایو د مخنیوي په برخه کې د بایو متریک ماشینونو پر شفافیت اندېښنه ښکاره کړه او د اندېښنو د له منځه وړلو لپاره یې د معلوماتو لپاره دې جرګې ته د ټاکنو کمېسیون د استجوابولو غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې غړي مولوي محی الدین منصف د بایومتریک ماشینونو فعالیت ته په اشاره وویل: ((اندېښنې د بایومتریک ماشینونو په اړه دي او خلک یې اندېښمن کړي دي چې دا ماشینونه څه ډول کولای شي د درغلۍ مخه ونیسي او انځور څه ډول ثبتوي او د تقلبي رایو مخنیوي څه ډول کوي.))

هغه د راتلونکو ټاکنو د ګډوډولو په اړه د طالبانو ګواښ ته په اشارې د هېواد له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د ټاکنو د امنیتي خونديتوب لپاره دې ډېرې هڅې وکړي او هېوادوال دې هم په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

طالبانو پرون «د تلې ۱۶مه» په خپره شوې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتني چې راتلونکې ټاکنې تحریم کړي او ټینګار یې کړی دی چې دغه ټاکنې «یواځې هغه لاسپوڅو ته د مشروعیت ورکولو لپاره ترسره کېږي چې واک یې په افغانستان کې له اشغالګرو قواوو» څخه تر لاسه کړی دی.

په دې خبرپاڼه کې د طالبانو مشرانو د ولسي جرګې ټاکنې په پوره توګه جعلي بللې او خپلو کسانو ته یې امر کړی چې هغه امنیتي ځواکونه چې په هېواد کې د ټاکنو له ترسره کېدو سره مرسته کوي، د خپلو بریدونو موخه وګرځوي.

خو د سنا مجلس رییس د طالبانو د ګواښ په ځانګړې توګه د راتلونکو ټاکنو ګډوډولو په اړه له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې له ورکړل شوې ژمنې سره سره د ټاکنو د امنیت لپاره هڅې وکړي.

login or register a new account.