کابل (پژواک، ٢٣ تله ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پروان ولايت ته رسېدلی دی.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې ولسمشر به په دغه سفر کې د پروان ولایت له ملکي او نظامي چارواکو سره جلا لیدنې وکړي.
نوموړي زیاته کړه، ولسمشر غني به دغه راز د باریک اب کرنیز صنعتي پارک او د جبل سراج ــ نجراب سړک د لومړي فاز پرانیسته وکړي او د جبل السراج ارګ د بیارغونې چارې به هم وګوري.
چخانسوري زیاتوي چې له قومي مشرانو او مخورو، ښځو، ځوانانو، د مدني ټولنو له غړو، سوداګرو او صنعتکارانو، دیني عالمانو، د ښوونځیو او پوهنتون له استادانو سره لیدل د ولسمشر د دغه سفر په پلان کې شامل دي او سربېره پر دې به ولسمشر په یوه ستره ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن