ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شينډنډ د جګړې په اړه د طالبانو د دواړو ډلو ادعاوې

1 Dec 2018 - 17:44
1 Dec 2018 - 17:44

کابل (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٧): د هرات د شينډنډ و لسوالۍ د جګړې په اړه د وسله والو طالبانو دواړو  ډلو بېلا بېلې ادعاوې کړې دي.

پرون د هرات ولايت چارواکو خبر ورکړى و چې په شينډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د خپلمنځۍ جګړې له امله ٤٥وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د هرات د والي وياند جیلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې دغه جګړه د پنجشنبې په ورځ مازيګر په جوی قاضي، ده میرزا قاسم، ده امان او عبدال اباد سيمو کې شوې وه .

ده زياته کړې وه، جګړه د طالبانو د ملا هبت الله د ډلې د يوه قوماندان ملاصمد او د ملا رسول د ډلې د يوه قوماندان ملا ننګيالي د وسله والو ترمنځ رامنځ ته شوې چې ١٨ وسله وال د ملاصمد او ١٠وسله وال د ملا ننګيالي په کې وژل شوي او له  دواړو لوريو ١٧کسان ټپيان شوي هم دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي له خوا رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى په شينډنډ کې د هغه په اصطلاح، له اربکيانو سره جګړه کړې ده.

هغه زياته کړې، د دې جګړې پر مهال حکومتي ځواکونه هم د اربکيانو مرستې ته ورغلي وو.

احمدي ويلي، په لومړۍ جګړه کې د قوماندان نصیراحمد سیلاب په ګډون ۱۷ اربکیان ووژل شول او د يو شمېر دولتي سرتېرو په ګډون نور ټپيان شوي وو.

نوموړي ادعا کړې چې په دې جګړه کې يو طالب وژل شوى او درې نور ژوبل دي.

هغه دا خبره رد کړې چې ګوندې دا جګړه د طالبانو ترمنځ خپلمنځي وه.

خو د طالبانو د ملا رسول ډلې له خوا رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى هم د خپلمنځيو شخړو او جګړو مخالف دي .

سرچينې زياته کړې، چې په شينډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د ملا هبت الله ډلې له خوا پر دوى غير شرعي او غير افغاني جنګ تپل شوى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((دوى زموږ پر وينو له ايران سره معامله  کوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version