مزارشريف (پژواک، ١٢ لېندۍ ۹۷): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې ښاريان او سوداګر شکايت کوي چې په وروستيو څو ورځو کې د برېښنا پرله پسې پارچاوۍ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د بلخ ولايتي شورا هم د يادې ستونزې پخلی کوي او د بلخ برېښنا رياست مسوولين د برېښنا په منظم وېش کې پاتې بولي.
خو د بلخ برېښنا رياست بيا په ژمي کې د برق د مصرف زياتېدل د يادې ستونزې لامل بولي.
د مزارشريف د نهمې ناحيې اوسېدونکي محمد اجمل پژواک ته وويل چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې يې ډېری وخت برق نه وي.
هغه زياته کړه چې د تېرو کلونو د ژمي په موسم کې هم برېښنا په نوبت شوې وه، خو د سږ کال په څېر نه وه کمه شوې.
اجمل زياتوي چې په ۲۴ ساعتونو کې يواځې ۸ ساعته برېښنا ته لاسرسی لري او نور ۱۶ ساعته له برېښنا محروم وي.
هغه ادعا کوي چې له يوې خوا په ژمي کې د برق مصرف زياتېږي او ورسره برېښنا کمېږي، نو له بل لوري د بلخ برېښنا رياست د برق وېش هم د روابطو پر اساس تنظيم کړی.
ده غوښتنه وکړه چې د برېښنا د وېش په برخه کې دې له عدالت څخه کار واخيستل شي.
د مزارشريف ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکی نجيب الله هم د برېښنا له کمښته شکايت کوي خو د ښار په دې سيمه کې بيا د نهمې ناحيې په پرتله برق زيات دی.
نوموړي زياته کړه چې تېره اوونۍ يې په ۲۴ ساعتونو کې يواځې دوه ساعته د برېښنا پارچاوي ورباندې راتله.
هغه وايي چې د برېښنا له همدې پارچاوۍ بيا هم خلک له ستونزو سره مخ وو.
نجيب الله وويل: ((له يوې خوا ژمی او ساړه له دي او له بل پلوه د برېښنا اړتيا ډېره شوې؛ نو ځکه خلک غواړي چې پارچوي راکمه شي او يا هم که برېښنا رياست يې داسې تنظيم کړي چې لږ تر لږه خلک له ستونزو سره مخ نه شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن