مزارشريف (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۷): د افغانستان په شمالي ولايت کې بلخ کې چارواکي وايي چې ډېر ژر به د وچې مېوې، افغاني غاليو او قره قل څرمنو د صادراتو په موخه د مزار– اروپا ترمنځ هوايي دهلېز پرانيستل شي.
په شمال کې سوداګر که څه هم د هوا له لارې صادرات يو څه ګران بيه بولي؛ خو زياتوي چې د ځمکنۍ لارې نه شتون له امله د هوايي دهلېز له لارې اروپايي هېواد ونو ته د افغان توکو صادرول د هېواد او سوداګرو په ګټه دي.
د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو خونې رييس نصير احمد قاسمي د لېندۍ په ١٨مه پژواک اژانس ته وويل چې د مزار– اروپا ترمنځ هوايي دهلېز له لارې به د شمال زون توليدات اروپايي هېوادونو ته ولېږدول شي.
هغه زياته کړه چې دمګړۍ د ياد هوايي دهلېز د پرانيستلو لپاره هڅې ګړندۍ شوې او په ډېر نږدې راتلونکي کې به رسماً پرانيستل شي.
نوموړی وايي چې د بلخ سوداګرۍ او صنايعو خونو رياست د هغو سوداګرو او تجارتي شرکتونو د راجستر لړۍ پيل کړې چې غواړي د هوايي دهلېز له لارې خپل توکي اروپا ته ولېږدوي.
د قاسمي په خبره، اوس مهال په پام کې ده چې د مزار – اروپا ترمنځ هوايي دهلېز له لارې به افغاني توکي المان، فرانسې، فنلنډ او يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو ته واستول شي.
افغاني غالۍ، د قره قل څرمن، وچه مېوه، زعفران او طبي نباتات هغه توکي دي چې د قاسمي په وينا اروپا ته به يې صادرات پيل شي.
نوموړي زياته کړه: ((د اروپا په بازارونو کې د افغاني قالينو تقاضا ډېره زياته ده، اوس ډېری وخت پاکستان په خپل نوم زمونږ قالينۍ نړيوالو بازارونو ته رسوي چې د مزار – اروپا ترمنځ هوايي دهلېز په پرانيستلو سره به يې تر ډېره مخه ونيول شي او همدا راز به يې ګټه په لومړي لاس کې مستقيما افغان سوداګرو ته ورسېږي.))
قاسمي زياتوي چې له ډېرو کلونو راهيسې د اروپا په بازارونو کې د افغاني قالينو تقاضا موجوده وه؛ خو د مناسبې لارې د نشتون له امله افغان سوداګرو دغه غوښتنه نشوای پوره کولای.
هغه وايي چې د ياد هوايي دهلېز په پرانيستو سره به هم خلکو ته د کار زمينه برابره شي او هم به هغه توکي په لوړه بيه خرڅ شي چې افغانستان کې تولېديږي او نړيوالو بازارونو کې يې تقاضا زياته ده.
نوموړي زياته کړه: ((د نورو هېوادونو سوداګر او مشتريانو به ډېری وخت موږ څخه د صادرېدونکو توکو د تسليمۍ دقيقه نېټه غوښتله چې د مناسبې لارې نشتون له امله به زموږ صادر شوي توکي ځنډېدل، خو د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو په پيلولو سره به دغه ستونزه هم حل شي.))
د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس وايي چې د مزار – اروپا ترمنځ هوايي دهلېز په پرانيستو سره سوداګر کولای شي چې يو هغه توکي چې حجم يې زيات نه وي، د هوا له لارې په مناسبه بيه وارد هم کړي.
نوموړي که څه هم د هوا له لارې د توکو د لېږد د قيمت په اړه دقيق معلومات رانه کړل خو زياته يې کړه چې مناسب قيمت ورته ټاکل شوی او سوداګرو هم موافقه ورسره کړې ده.
په ورته وخت کې د شمال زون سوداګر هم د مزار – اروپا ترمنځ د هوايي دهلېز پرانيستلو ته شېبې شمېري او وايي چې ورسره به يې سوداګريزې چارې ښې او چټکې شي.
په مزارشريف کې د رشيد خالد سوداګريز شرکت استازي حاجي غوث الدين پژواک ته وويل چې له مزار شريف څخه اروپا ته د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو په پيلولو سره به له اروپا سره تجارتي راکړه ورکړه پياوړې شي.
د هغه په خبره، دمګړۍ افغان سوداګرو ته تر ټولو ستونزمنه همدا ده چې اروپايي بازارونو ته مستقيم لاسرسی نه لري چې په وينا يې د ياد هوايي دهلېز له لارې به دغه ستونزه هم تر ډېره حل شي.
دغه سوداګر زياتوي، څومره چې له نورې نړۍ سره د افغان سوداګرو د اړيکو زياتېدل، د افغانستان پر اقتصاد مهم او مثبت اغېز کوي.
نوموړی وايي چې د صادراتو د کچې په زياتېدو سره په ملي عوايدو کې هم زياتوالی راځي چې بيا يې ګټه ټولو افغانانو ته رسېږي.
هغه همدا راز وويل چې د ځمکنۍ لارې تر څنګ د هوا له لارې د صادراتو پيل کېدو سره که حکومت د سوداګرو امنيت ته هم جدي پاملرنه وکړي؛ نو ورسره به ډېر بهرني او داخلي سوداګر پانګونې لپاره هم زړه ښه کړي.
ياد سواګر زياته کړه چې له مزار څخه اروپا ته په مستقيم ډول د صادراتو بله ګټه دا ده چې سوداګر به له هغه لګښت څخه هم خلاص شي چې اوس دوی يو ځل خپل توکي کابل ته لېږدوي او بيا يې له هغه ځايه نورو بهرنيو هېوادونو ته استوي.
په بلخ کې د سفر کمپنۍ مسوول حاجي شازمين بيا د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو لګښت ډېر بولي او وايي چې سوداګر پکې ډېره ګټه نشي کولای.
هغه زياتوي چې حکومت پر هوايي دهلېزونو د زيات تمرکز پر ځای د صادراتو لپاره پر ځمکنيو لارو پيدا کېدو او جوړولو ډېره پاملرنه وکړي.
نوموړی وايي چې ټوله نړۍ کې د سوداګريزو موادو د لېږد رالېږد لپاره بحري لاره ارزانه تمامېږي چې ورپسې د ځمکې له لارې انتقالات کم مصرفه دي.
د هغه په خبره، هوايي دهلېزونه د موقت وخت لپاره ښه دي چې يواځې څو محدود توکي پرې انتقالېدای شي.
حاجي شاه زمين زياتوي، څومره چې د تجارتي توکو د لېږد رالېږد مصرف کم وي، په هماغه اندازه يې بازار هم ګرم وي.
اوس مهال افغان سوداګر د هوايي دهلېزونو له لارې له کابل او کندهار ولايتونو څخه يو شمېر افغاني توکي نړيوالو بازارونو ته صادروي چې ډېر سوداګر او افغان حکومت يې ګټور ګام بولي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










