هرات (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۷): د هرات د ملي امنیت ریاست وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې د ۸۰ بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د ورانکارو بریدونو او سازمان شوو جرمونو په تور۱۰۰ کسان نیولي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل، نیول شوي کسان د ورانکارو بریدونو، ترور، سړي تښتونې، وژنو، اداري فساد او ځینو نورو جرمونو په تور د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نیول شوي دي.
د جیلاني د معلوماتو له مخې، له یاد شمېر کسانو ۲۵ طالبان، ۶ کسان له طالبانو سره د مرستې، ۱۳ کسان د سړي تښتونې، ۱۳ تنه د اداري فساد او پاتې نور یې د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، له نیول شوو کسانو له ۲۰ میله زیاتې بېلابېلې وسلې ترلاسه شوې او دغه راز په تېرو درېیو میاشتو کې د سړک د غاړې ۳۸ خښ شوي ماینونه شنډ شوي دي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل، د یادو کسانو په نیول کېدو د هرات ولایت په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راغلی دی.
په همدې حال کې د هرات اوسېدونکي له عدلي او قضايي بنسټونو غواړي چې د نیول شوو کسانو د دوسیو په ارزونه کې لټي ونه کړي او هغوی ته دې د خپلو کارونو جزا ورکړي څو نور ترې پند واخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن