کندهار (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۷): کندهار کې د ملي امنیت ریاست د هدفي وژنو یوه ۶ کسیزه ډله نیولې چې په ګڼو هدفي وژنو کې لاس لري.
د ملي امنیت یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه شپږ تنه عبدالمالک، محمد ادریس، عزت الله، مطیع الله، نوید احمد او هدایت الله د ملي امنیت د منسوبینو له خوا د ځانګړو عملیاتو په لړ کې نیول شوي دي.
سرچینه وايي، نیول شوو کسانو په کندهار ښار او نږدې ولسوالیو کې دولت ضد فعالیتونه کول او د هدفي وژنو په یو شمېر پېښو کې لاس لري.
د ملي امنیت د دغې سرچینې په حواله، نیول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او منلې یې ده چې د کندهار ښار په ۴مه ناحیه کې یې یو قومي مشر، د ۲مې ناحیې په کارېز بازار سیمه کې يې یو دولتي کارکوونکی او څو ورځې وړاندې یې ۲مه ناحیه کې زرغونې انا لېسې ته څېرمه د قاري دوکتور هاشمي په نوم یو دیني عالم وژلي دي.
سرچینه وايي، د پلټنو له بشپړېدو وروسته به نیول شوي کسان د سزا لپاره اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
ملي امنیت په داسې حال کې دغه ډله نیسي چې په کندهار ښار کې په دې وروستیو کې د هدفي وژنو پېښې ډېرې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن