منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۱ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سوداګر: د منځني اسيا له هېوادونو سره د سوداګرۍ برخه کې ستونزې لرو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۱ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۷ سلواغه ۹۷): د افغانستان د سوداګرۍ وزارت سرپرسته کامله صديقي وايي چې د خصوصي سکتور وده او ملاتړ د ملي وحدت حکومت په لومړيتوبونو کې ده.

نوموړې د سلواغې په ۶مه د بلخ سوداګرۍ او صنايعو خونه کې د شمال زون له سوداګرو او پانګوالو سره په خبرو کې وويل، د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ د همکاريو نوی فصل رامنځته شوی او دواړه لوري بايد له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي.

هغې زياته کړه چې له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ برخه کې د هوکړه ليکونو تر څنګ افغان حکومت هڅه کوي، څو له خصوصي سکتور سره مرسته وکړي چې له بهرنيو سوداګريزو شرکتونو سره سيالي هم وکړای شي.

د سوداګرۍ وزارت سرپرسته همدا راز وايي، دوی هڅه کوی، څو داسې لارې چارې ولټوي چې له مخې يې افغانستان کې پانګونه زياته شي.

هغې زياته کړه چې په نږدې وخت کې به افغانستان د منځنۍ اسيا له يو شمېر هېوادونو سره د دوه اړخيزې سوداګرۍ د ودې په اړه ناستې ولري چې په همدې تړاو دوی هڅه کوي، څو د افغان سوداګرو نظريات راټول کړي.

افغان سوداګر حاجي خيرالدين مايل پژواک خبرى اژانس ته وويل، افغان سوداګر ازبکستان ته د توکو د صادرولو په برخه کې ستونزې لري.

نوموړي د بېلګې په ډول وويل چې له ازبکستان څخه افغانستان ته وارداتو کې ډېرې اسانتياوې شته دي، خو په وينا يې چې برعکس بيا ازبکستان ته د افغان توکو پر صادراتو ډېره لوړه ماليه او ټکس وضع شوی چې دوی يې توانايي نه لري.

هغه زياته کړه، افغان سوداګرو ته د ازبکستان د ويزو برخه کې هم ستونزې شته چې دوی يې بار بار د حل کولو غوښتنه کړې، خو په خبره يې چې لا هم دغه مشکل پر خپل ځای پاتې دی.

مايل خواشيني وښوده چې د ۲۰۱۸ کال په پای ته رسېدو سره ازبکستان هېواد د ترانزيټ برخه کې هغه ۲۰سلنه تخفيف هم له منځه وړی چې افغانانو لپاره يې ځانګړی کړی و.

د ده په خبره، د ياد تخفيف په پای ته رسېدو سره هر ټن مال د افغان سوداګر لپاره د پخوا په پرتله کابو ۱۳ امريکايي ډالره ګران تمامېږي.

نوموړي له سوداګرۍ وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د شمال زون د سوداګرو دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د مزارشريف يوه بل سوداګر سيد عبدالجبار اغا هم په خپلو خبرو کې وويل چې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د سوداګرۍ برخه کې يو لړ ستونزې موجودې دي چې حکومت يې بايد د حل کېدو لپاره اقدامات وکړي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان – ازبکستان ترمنځ د رېل ګاډي خدمات په داسې ډول تنظيم شوي چې په وينا يې ټول مفاد يې ازبکستان لوري ته رسېږي.

نوموړی وايي چې د ترکمنستان له لارې د صادرېدونکو توکو په پرتله د ازبکستان له لارې د افغان توکو پر صادرولو دوه چنده ماليه او ټکس راځي چې له امله يې دوی رېل ګاډي څخه استفاده نشي کولای.

دغه سوداګر بله ستونزه په افغان بانکونو کې د فزيکي پيسو نشتون ياد کړ او زياته يې کړه چې ډېری وخت د صادراتو پر مهال له دا ډول مشکلاتو سره مخ کېږي.

هغه د ملي وحدت حکومت له رهبرۍ وغوښتل چې د خصوصي سکتور په برخه کې سهتولتونه رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د بلخ د سوداګرۍ او صنايع خونې رييس ارش يونسي د اقتصادي پرمختګونو په برخه کې د افغان حکومت وروستي پرمختګونو او هڅې وستايلې.

نوموړي وويل چې د هوايي دهليزونو جوړول، د صادراتو برخه کې د نويو پاليسيو رامنځته کول، د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ ترانزيتي قراردادونه، هغه څه دي چې له امله يې په بلخ او ټول شمال کې سوداګرۍ وده کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې نږدې يوه مياشت وړاندې د بلخ – ترکيې ترمنځ د هوايي دهلېز په پرانيستلو سره زيات شمېر افغان توکي اروپايي بازارونو ته رسول شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد