کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٧ ): ولسمشر غني وايي چې حضرت صبغت الله مجددي د جهادي رهبر په توګه د جهادي تنظیمونو مشران او د افغانستان خلک سوله ییز ژوند او یووالي ته را بللي او تر څنګ يې زرګونه ځوانان پر اسلامي او ملي روحيه روزلي دي.
دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني، د دولت د پخواني رييس حضرت صبغت الله د مړينې له کبله د خپلې خواشينۍ په پيغام کې کړې دي.
ولسمشر وايي: ((په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د افغانستان د نجات ملي جبهې ګوند مشر، جهادي رهبر او د افغانستان اسلامي دولت موسس او مخکنی ريیس حضرت صبغت الله مجددي د ور پېښې ناروغۍ له امله وفات شو.))
د هغه په وينا، مجددي د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې زرګونه ځوانان په ملي او اسلامي روحيه روزلي دي.
غني زياتوي چې مجددي پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د وسله وال یرغل پر مهال د افغانستان د دفاع او د جهاد فریضې ادا کولو په موخه د افغانستان د مجاهد ولس د لا ښې مشرۍ او رهبرۍ په موخه د افغانستان د نجات ملي جبهه جوړه کړه.
دى وايي چې مجددي پر وسله وال جهاد سربېره ډېرو هېوادونو ته په سفرونو او بین المللي غونډو کې د ګډون پر مهال د افغانستان دفاع او د افغانانو جهاد، وطندوستي، مبارزې او سرښندنو ته د نړیوالو ملاتړ او پام را ګرځولى دى.
د ولسمشر په خبره، حضرت صبغت الله مجددي د خپل علمیت، درایت، محبوبیت او هغه اعتماد پر اساس چې د جهادي ګوندونو او رهبرانو په منځ کې یې درلود، په ۱۳۶۸ کال د افغانستان د عبوري حکومت د دولت رییس وټاکل شو.
ده وويل چې مجددي له افغانستانه د شوروي پوځونو له وتلو وروسته د افغانستان د جهادي رهبر په توګه د جهادي تنظیمونو مشران او د افغانستان خلک سوله ییز ژوند، یووالي، اتحاد او د هېواد په ودانولو کې فعال ګډون ته وهڅول.
د غني په خبره چې حضرت صبغت الله مجددي د مجاهدینو له بریا وروسته د ۱۳۷۱ کال د غویي په څلورمه د افغانستان د اسلامي دولت ريیس شو او خپلو ارزښتناکو کوښښونو په ترڅ کې په ۱۳۷۷ کال کې د سیاسي ټولنو، جهادي او علمي شخصیتونو په همغږۍ د سولې یووالي ټولنه جوړه کړه او په بُن کنفرانس کې یې د هېواد د سوکالۍ او افغان ولس د هوساینې په موخه د ولسواک نظام په رامنځته کولو کې برخه واخیسته.
هغه وايي چې مجددي د ۱۳۸۲ لمریز کال په مرغومي میاشت کې د اساسي قانون د لویې جرګې د ريیس په توګه د افغانستان د اوسني اساسي قانون په جوړښت کې د افغانستان د جهادي رهبر، روحاني او ملي مشر په توګه پام وړ رول درلود.
ولسمشر زياتوي چې نوموړي په هېواد کې د سولې د تامین لپاره زرګونه وسله وال مخالفین سوله ییز ژوند ته وهڅول او په ۱۳۸۴ کال د مشرانو جرګې لومړۍ رسمي ناسته کې د سناتورانو په اکثریت رایو د مشرانو جرګې د ريیس په توګه وټاکل شو.
دى وايي چې مجددي له خپل وطن او خلکو سره بې سارې مینه لرله او د ژوند تر پایه د افغانستان د نظام او خلکو تر څنګ او کلک ملاتړی و، د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن