کابل (پژواک، ۵ کب ۹۷): د طبي پوهنتونونو د ۱۳۹۷ کال لسګونو فارغانو د طبي شورا د هغې ازموينې د لغوې غوښتنه وکړه چې د کار جواز ترلاسه کولو په موخه په لومړي ځل د طب له فارغانو اخيستل کېږي.
ياده شورا تېر کال د تلې په مياشت کې جوړه شوې او دا لومړى ځل دى چې دا ډول ازموينه اخلي. که څوک په دې ازموينه کې ناکام شي، د ډاکتر په توګه د فعاليت جواز نه ورکول کېږي.
د افغانستان د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د ۱۳۹۷ کال د شاوخوا ۳۰ نجونو په ګډون نږدې ۲۰۰ فارغانو د دې ازموينې د لغوه کولو په موخه نن په کابل کې د طبي شورا مخې ته لاريون وکړ.
هغوى د "عدالت، عدالت"، "مساوات، مساوات" شعارونه ورکول او د يادې ازموينې (Exit Exam) د لغوې غوښتنه يې کوله.
د کندوز پوهنتون له ستوماتولوژي څانګې فارغ شوي او د لاريون ګډونوال محمد شهرام شريفي وويل چې طبي شورا نږدې ۲۵ ورځې وړاندې د طبي پوهنتونونو د روان کال فارغانو ته خبر ورکړ چې د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري په مياشت کې يادې ازموينه اخيستل کېږي.
د ده په وينا، طبي شورا ويلي که چېرې څوک دغه ازموينه ورنه کړي، نو د کار جواز او د تخصص اخيستو حق نه لري، نو د دې شورا دغه پرېکړه ځکه ناقانونه ده چې فارغان نه شي کولای په ياده موده کې د اوو کلونو ټولو طبي کتابونه ولولي او ازموينه ورکړي.
د کابل د طبي پوهنتون څخه فارغې شوې مژګان هم وويل چې د طبي پوهنتونونو فارغان دغه پرېکړه نه مني او په يو غږ د يادې ازموينې د لغوه کېدو غوښتنه کوي.
هغې زياته کړه: "د اکثره دولتي او خصوصي پوهنتونونو کريکولمونه د کابل د طبي پوهنتون له کريکولم سره ورته والي نه لري او د دې پوهنتونونو محصلين مجبور دي چې په شاوخوا يوه مياشت کې هم د تخصص او هم د طبي شورا ازموينه ورکړي چې د دواړو ازموينو ورکول ناشونی کار دی."
دې وويل: "د اساسي قانون له مخې د افغانستان د اتباعو تر منځ توپير او امتياز منع دی، خو طبي شورا د اساسي قانون د حکم خلاف د ننګرهار او کندهار پوهنتونونو فارغانو ته له دې ازموينې معافيت ورکړی؛ نه پوهېږو چې دا ولې، هغوی تکړه ډاکټران دي او که موږ بې سواده فارغان؟"
د لاريون په پای کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د فارغانو په استازيتوب ډاکټر محمد حنيف هاشمي ګډه اعلاميه ولوسته.
په اعلاميه کې هم راغلي چې د طبي شورا ياده ازموينه د وخت، محتوا او اکاډميکو اصولو له پلوه ناممکنه ده؛ ځکه چې محصلين نه شي کولای راتلونکی کال هم د تخصص ازموينه وکړي او هم د طبي شورا ياده ازموينه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن