منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۱ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د طبي پوهنتونونو فارغين: د کار جواز ترلاسه کولو لپاره ازموینه دې لغوه شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

کابل (پژواک، ۵ کب ۹۷): د طبي پوهنتونونو د ۱۳۹۷ کال لسګونو فارغانو د طبي شورا د هغې ازموينې د لغوې غوښتنه وکړه چې د کار جواز ترلاسه کولو په موخه په لومړي ځل د طب له فارغانو اخيستل کېږي.

ياده شورا تېر کال د تلې په مياشت کې جوړه شوې او دا لومړى ځل دى چې دا ډول ازموينه اخلي. که څوک په دې ازموينه کې ناکام شي، د ډاکتر په توګه د فعاليت جواز نه ورکول کېږي.

د افغانستان د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د ۱۳۹۷ کال د شاوخوا ۳۰ نجونو په ګډون نږدې ۲۰۰ فارغانو د دې ازموينې د لغوه کولو په موخه نن په کابل کې د طبي شورا مخې ته لاريون وکړ.

هغوى د "عدالت، عدالت"، "مساوات، مساوات" شعارونه ورکول او د يادې ازموينې (Exit Exam) د لغوې غوښتنه يې کوله.

د کندوز پوهنتون له ستوماتولوژي څانګې فارغ شوي او د لاريون ګډونوال محمد شهرام شريفي وويل چې طبي شورا نږدې ۲۵ ورځې وړاندې د طبي پوهنتونونو د روان کال فارغانو ته خبر ورکړ چې د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري په مياشت کې يادې ازموينه اخيستل کېږي.

د ده په وينا، طبي شورا ويلي که چېرې څوک دغه ازموينه ورنه کړي، نو د کار جواز او د تخصص اخيستو حق نه لري، نو د دې شورا دغه پرېکړه ځکه ناقانونه ده چې فارغان نه شي کولای په ياده موده کې د اوو کلونو ټولو طبي کتابونه ولولي او ازموينه ورکړي.

د کابل د طبي پوهنتون څخه فارغې شوې مژګان هم وويل چې د طبي پوهنتونونو فارغان دغه پرېکړه نه مني او په يو غږ د يادې ازموينې د لغوه کېدو غوښتنه کوي.

هغې زياته کړه: "د اکثره دولتي او خصوصي پوهنتونونو کريکولمونه د کابل د طبي پوهنتون له کريکولم سره ورته والي نه لري او د دې پوهنتونونو محصلين مجبور دي چې په شاوخوا يوه مياشت کې هم د تخصص او هم د طبي شورا ازموينه ورکړي چې د دواړو ازموينو ورکول ناشونی کار دی."

دې وويل: "د اساسي قانون له مخې د افغانستان د اتباعو تر منځ توپير او امتياز منع دی، خو طبي شورا د اساسي قانون د حکم خلاف د ننګرهار او کندهار پوهنتونونو فارغانو ته له دې ازموينې معافيت ورکړی؛ نه پوهېږو چې دا ولې، هغوی تکړه ډاکټران دي او که موږ بې سواده فارغان؟"

د لاريون په پای کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د فارغانو په استازيتوب ډاکټر محمد حنيف هاشمي ګډه اعلاميه ولوسته.

په اعلاميه کې هم راغلي چې د طبي شورا ياده ازموينه د وخت، محتوا او اکاډميکو اصولو له پلوه ناممکنه ده؛ ځکه چې محصلين نه شي کولای راتلونکی کال هم د تخصص ازموينه وکړي او هم د طبي شورا ياده ازموينه.

په اعلاميه کې وړانديز شوی، که چېرې په راتلونکو کلونو دغه ازموينه اخيستل کېږي بايد د لوړو زده کړو، عامې روغتيا او طبي شورا تر لازمې همغږي وروسته په داسې حال کې واخيستل چې لږ تر لږه محصلينو ته دوه کاله وړاندې وويل شي.

په اعلاميه کې راغلي: "د محترمې طبي شورا مسوولينو ته يادونه کوو، دا چې د ۱۳۹۷ کال د ټولو فارغانو لومړنۍ او وروستۍ غوښتنه د طبي شورا ازموينه (Exit Exam) لغوه ده او که زموږ غوښتنې ونه منل شي نو په پراخو لاريونونو او اعتراضونو به لاس پورې کړو چې بيا د وروستيو امنيتي او نورو پايلو مسووليت به يې د طبي شورا په غاړه وي."

تر لاريون وروسته خبريالونو هڅه وکړه چې د افغانستان د طبي شورا له چارواکيو سره په دې اړه خبرې وکړي، خو هغوی له خبرو کولو ډډه وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه