کندهار (پژواک، ۲٢ کب ۹۷): د کندهار کې سرحدي پولیس وايي، له تېرو درېیو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخیستي، له همدې امله له ستونزو سره مخ دي.
دغه راز هغوی د اعاشې، اکمال او تجهیز په برخه کې هم له ستونزو سر ټکوي او له مرکزي ادارې د پاملرنې غوښتنه کوي.
معروف، ارغستان، شورابک، رېګستان او سپین بولدک د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې پر ډيورنډ فرضي کرښې پرتې دي او د نورو تر څنګ په کې سرحدي پولیس د امنیت ساتنې پر دنده بوخت دي.
څو میاشتې مخکې ولسمشر امر وکړ چې سرحدي پولیس دې له کورنیو چارو وزارته دفاع وزارت ته ولېږدول شي او پر همدغه بنسټ پرېکړه وشوه چې د لېږد دغه پروسه د روان لمریز کال د لړم په ۱۰مه پيل او د غبرګولي په میاشت کې پای ته ورسېږي چې ټکنۍ روانه ده.
له همدې امله په کندهار کې مېشت سرحدي پولیس شکایت کوي چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي.
د سرحدي پولیسو د درېیمې لوا درستيزوال ډګروال امین الله چې د دې ولایت په معروف ولسوالۍ کې دنده لري، پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر ځل یې شپږ میاشتې معاشونه ځنډېدلي وو او دا ځل یې درې میاشتې معاشونه ځنډېدلي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، دغې ستونزې په خپله سرتېري او د هغوی کورنۍ له ستونزو سره مخ کړي دي.
د ده په خبره، ستونزه یوازې همدلته پای ته نه رسېږي، بلکې د اعاشې، تجهیز او اکمال په برخو کې هم له ستونزو سره مخامخ دي.
دی وايي، د نا امنۍ له امله ځمکنۍ لارې بندې دي او د هوا له لارې پر وخت ورته اعاشه نه رسول کېږي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې د سرحدي پولیسو وسلې هم ډېرې پخوانۍ دي، ثقیله وسلې نه لري، دا چې دوی سخته دنده ترسره کوي، باید په پرمختللو او درنو وسلو سمبال شي.
نوموړي د تشکیل د کمښت یادونه هم وکړه او ویې ویل، د دې لپاره چې له یوې تر بلې پوستې امنیتي خلا رامنځته نه شي باید تشکیل زیات شي.
د عبدالرحمن په نوم یوه سرحدي پولیس چې په سپين بولدک کې دنده ترسره کوي هم وايي چې تېرې درې میاشتې معاش نه دی ورکول شوی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP