منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۳ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار سرحدي ځواکونو له تېرو درې میاشتو راهيسې معاشونه نه دي اخیستي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۸۰ کتنې

کندهار (پژواک، ۲٢ کب ۹۷): د کندهار کې سرحدي پولیس وايي، له تېرو درېیو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخیستي، له همدې امله له ستونزو سره مخ دي.

دغه راز هغوی د اعاشې، اکمال او تجهیز په برخه کې هم له ستونزو سر ټکوي او له مرکزي ادارې د پاملرنې غوښتنه کوي.

معروف، ارغستان، شورابک، رېګستان او سپین بولدک د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې پر ډيورنډ فرضي کرښې پرتې دي او د نورو تر څنګ په کې سرحدي پولیس د امنیت ساتنې پر دنده بوخت دي.

څو میاشتې مخکې ولسمشر امر وکړ چې سرحدي پولیس دې له کورنیو چارو وزارته دفاع وزارت ته ولېږدول شي او پر همدغه بنسټ پرېکړه وشوه چې د لېږد دغه پروسه د روان لمریز کال د لړم په ۱۰مه پيل او د غبرګولي په میاشت کې پای ته ورسېږي چې ټکنۍ روانه ده.

له همدې امله په کندهار کې مېشت سرحدي پولیس شکایت کوي چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د سرحدي پولیسو د درېیمې لوا درستيزوال ډګروال امین الله چې د دې ولایت په معروف ولسوالۍ کې دنده لري، پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر ځل یې شپږ میاشتې معاشونه ځنډېدلي وو او دا ځل یې درې میاشتې معاشونه ځنډېدلي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دغې ستونزې په خپله سرتېري او د هغوی کورنۍ له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ده په خبره، ستونزه یوازې همدلته پای ته نه رسېږي، بلکې د اعاشې، تجهیز او اکمال په برخو کې هم له ستونزو سره مخامخ دي.

دی وايي، د نا امنۍ له امله ځمکنۍ لارې بندې دي او د هوا له لارې پر وخت ورته اعاشه نه رسول کېږي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د سرحدي پولیسو وسلې هم ډېرې پخوانۍ دي، ثقیله وسلې نه لري، دا چې دوی سخته دنده ترسره کوي، باید په پرمختللو او درنو وسلو سمبال شي.

نوموړي د تشکیل د کمښت یادونه هم وکړه او ویې ویل، د دې لپاره چې له یوې تر بلې پوستې امنیتي خلا رامنځته نه شي باید تشکیل زیات شي.

د عبدالرحمن په نوم یوه سرحدي پولیس چې په سپين بولدک کې دنده ترسره کوي هم وايي چې تېرې درې میاشتې معاش نه دی ورکول شوی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، هره میاشت چې پای ته رسېږي نو کورنۍ یې په تمه وي چې دوی به خپل معاش ور لېږي، خو دا درېیمه میاشت ده چې کور ته یې یوه افغانۍ هم نه ده لېږلې.

دی وايي، دغه وضعیت د سرتېرو پر روحیې ناسم اغېز کوي، دا چې هغوی سخته دنده ترسره کوي، په کار ده معاش یې پر وخت ورکړل شي او ټولو حقونو ته یې پام وشي.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول  اردو مرستیال ویاند تورن صادق عیسی پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملي اردو د سرتېرو معاشات په عادي بڼه د هرې میاشتې په پای کې اجرا کېږي خو سرحدي ځواکونه چې تازه د دفاع وزارت په چوکاټ کې راغلي د معاشاتو په برخه کې یې ستونزې شته.

هغه زیاته کړه، اړوند وزارت د اپس/ APSS په نوم د یوه پرمختللي سیستم له لارې د سرحدي پولیسو د بایومټریک، ثبت او راجستر لړۍ پیل کړې چې اوس هم روانه ده.

د ده په خبره، دا چې ډېر سرحدي پولیس په لرو سیمو کې دندې ترسره کوي او څو سوه تنه یې د اړتیا له مخې تر تشکیل زیات دي او د معاشاتو ورکړه یې فوق العاده امر ته اړتیا لري، نو هغوی ټولو ته په لنډ وخت کې رسېدل یو څه ستونزمن دي، نو ځکه یې معاشونه ځنډېدلي دي.

دی وايي، دغه سیستم د دې لپاره دی چې د فساد او خیالي سرتېرو مخنیوی وشي، دغه راز د دغه سیستم له مخې هر سرتېری پوهېږي چې څه وخت یې معاش رسېږي، څه وخت رخصتي اخیستلای شي، څه وخت ترفېع کوي او ورته نورې اسانتیاوې لري.

خو ده ډاډ ورکړ چې دغه پروسه به ژر بشپړه شي او د پولیسو ځنډېدلي معاشات به اجرا شي.

دغه راز عیسی د سرحدي پولیسو د اکمال او تجهیز په اړه وویل چې د دې پروسې له بشپړېدو سره به سرحدي ځواکونه د ملي اردو په څېر اکمال او تجهیز شي او د دې تر څنګ به پر پرمختللو او درنو وسلو سمبال شي.

د یادونې ده، له کورنیو چارو وزارته دفاع وزارت ته د سرحدي ځواکونو لېږد د افغانستان د څلور کلن امنیتي پلان پر بنسټ ترسره کېږي چې د چارواکو په وینا، هدف يې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز او ملاتړ د پروګرامونو پیاوړي کول دي.

چارواکي هیله ښيي چې له نوي بدلون سره به د سرحدي ځواک روزنیز امکانات او محاربوي تجهیزات زیات شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه